The news is by your side.

د طالبانو د توغنديو ځواب، حکومت لويه ملي پروژه پرانيځي

خبريال ويبپاڼه / افغان حکومت د طالبانو د هغو توغنديو په ځواب کې چې تېره ورځ يې د لوی احمدشاه بابا په هوايې ډګر وتوغول يوه لويه ملي پروژه د کندهار— سپين بولدک لويه لار افتيتاح کوي.
طالبانو تيره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرلو اعاد وکړه چې د احمد شاه بابا پر هوايې ډګر يې ګن توغندي توغولي چې امله  لس ګونو  افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
خو بل پلو بيا  افغان حکومت د طالبانو د توغنديز بريد په ځواب کې ويلي چې د افغانستان د ټولګټو وزارت پلان لري په کندهار ولايت  کې يوه لويه ملي پروژه (کندهار – سپين بودلک دويم قطار سړک) چې د کندهار د ولسونو او په تېره بيا د افغانستان په سويل کې له مهيمو پروژو څخه ګڼل کيږي سبا شنبه به په رسمي ډول افتيتاح کړي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت څخه په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې دکندهار-  سپين بولدک دويم لاټ  لويې لارې پرانست غونډي ته به د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين او ګڼ نور چارواکي ولاړ شي.
هېره دې نه وي چې د ولسمشر غني د ناروغۍ په خاطر به  د ياد سړک د پرانست غونډي مراسم په ارګ کې هم ونيول شې چې د ولسمشر غني په ګډون به ګڼ دولتي چارواکې ګډون او خبري اتري وکړي.
د کندهار — سپين بولدک دويم قطار لويه لاره د څه باندي ۳ ميليارده  افغانيو په ارزښت د دوو خصوصي شرکتونو له خوا جوړه او ګټې اخيستنې ته وړاندي شوه، چې مالي لګښت يې د افغانستان ملي بودجې څخه ورکول شوی.
د کندهار – سپین بولدک دویم لاین سړک چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ښار د احمدشاه بابا له هوایې ډګر څخه پیل د سپین بولدک ولسوالۍ په لور غځیدلی دی، تازه یې رغنیز کار بشپړ او د ګټې اخیستنې په حال کې دی.
کندهار ولایت پر اوږد تاریخې شالید سربیره اوس مهال د هیواد یو له اقتصادي زونونو څخه دی او د جنوب لویدیځې حوزې په  سوداګریز مرکز بدل شوی دی، یاد ولایت چې له ګاونډې هیواد پاکستان سره د راکړي ورکړي ګرمې سوداګرۍ دریڅه لري او خپل کرنیز او نور سوداګریز توکې پاکستان هیواد او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لیږدوي؛ لازمه وه تر څو د یاد اقتصادي زون د پراختیا لپاره د کندهار ـ سپین بولدک دویم لاین سړک رغول شوی وای، پر همدې بنسټ د یاد سړک رغول د ټولګټو وزارت له لومړیتوبونو څخه و، چې له ښه مرغه تازه یې رغنیزې چارې بشپړې او ډير ژر به یې هیوادوال د ګټي اخیستنې د مراسیمو شاهدان وي.

Comments are closed.