The news is by your side.

بې طرحې طالبان نظامي حل لارې ته تياری نيسي

خبريال وېبپاڼه- د افغانستان د ستونزې د حل کولو په موخه د خبرو د پیل څخه تراوسه پورې ګڼې طرحې وړاندې شوې ويل کېږي په کابل کې خو ان دېرش طرحې تیارې شوې دي، خو طالبانو تراوسه پورې د خپلې طرحې اړوند هېڅ نه دي ويلي.

دا يو منلی حقيقت دی چې طالبان د افغانستان د سياست د افغانستان روزګار او مسلې يو مهم طرف دی، خو د پام ځای دی چې دې مهم اړخ تراوسه پورې کومه ښکاره طرحه نه ده وړاندې کړې.

که داسې فکر وکړو چې طالبان به کاملاً بې طرحې بې فکره وي نو کېدی شي دا طالبان ډېر ساده نيول وي چې تېر شل کالونه ښيي چې څوک بايد طالبان ډېر ساده ونه نيسي.

نو څه سبب کېدی شي ددې چې لوی واړه، خپل او پردي د افغانستان د مسلې د حل په موخه يا د حل لپاره خپلې طرحې اعلانوي او طالبان چې یو مهم طرف دی هېڅ کومه مشخصه طرحه نه اعلانوي.

که څه هم دوی ته نېږدې سرچينې مني چې کېدی شي طالبان د استانبول غونډې ته خپله طرحه وړاندې کړي خو تراوسه پورې په دې اړوند پوره ډاډ نشته دی.

د طالبانو له منځ ترلاسه کېدونکي غږونه بيا بل څه ډول اشارې هم لري، ددوی له منځ څخه داسې ګنګوسې هم راځي چې ګواکي طالبان د طرحې د نه بيان شاته یو بل نظامي پلان لري.

ددې ګنګوسو په اساس طالبان په تمه دي ترڅو د مې مياشت راورسیږي او د امريکايي پوځيانو د وتلو مسله يوه طرفه شي، طالبان غواړي پوه شي چې امريکا به ريښتیا د مې په مياشت کې خپل ځواکونه وباسي او که نه.

که امريکايي ځواکونه ووزي نو طالبان کېدی شي يوه طرحه وړاندې کړي چې په دې کې به مطلق اکثریت ددوی غوښتنې ليکل شوې وي او د نورو څخه به هيله دا کېږي چې صرف بلې ووايي.

خو که چېرې امريکايي ځواکونه ونه وزي، نو بيا کېدی شي طالبان نور په خبرو باندې باور له لاسه ورکړي او د یوه نظامي پلان د بشپړ عملي کولو لاره وټاکي.

Comments are closed.