له روښانه تر منظوره
خبریال وېب پاڼه/ افغانانو د تاریخ په اوږدو کې لکه د نورو ملتونو او ولسونو په څېر د ېير پخوا راهیسې د استعماری ځوا کونو په وړاندې کلک دریدلي دي او د پردیو د اسارت تر توغ لاندې ژوند نه دی خوښ کړی که څه هم د یرغلګرو او ښکېلاک په وړاندې په مبارزه کې دوی ته په لوړه کچه د سر او مال زیان رسیدلې دی خو تیری کونکې ځواکونه یی هم د ماتې سره مخامخ کړي دي؛ د مبارزو په همدې لړیو کې د څو ازادۍ بخښونکو غورځنګونو تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه کوو، لمړی که د روښانی غورځنګ څخه پیل وکړو، د خپلواکۍ یاد غورځنګ د ستر مبارز پیر روښان په مشرۍ را منځ ته شو پیر روښان په خپل وخت کې د مغلو د واکمنۍ او پښتنې ټولنې څخه د مغلو د ظلم او استبداد پرضد مبارزه کوله، با یزید روښان یو ازادۍ غوښتونکی، جنګیالی او وطن پرست مبارز و، ډېرو افغانان یی سره یو موټی کړل او د مغلي استبداد پر وړاندې یې را پورته کړل د یاد غورځنګ سیاسي او جګړه اییز مرکزونه د پېښور په شمال اشنغره او د تیرا په غرونو کې و چې د همدې ځایونو څخه به یې په مغولي یرغلګرو بریدونه کول څو څو ځلې د دواړو خواو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي چې درنه مرگ ژوبله به یې لرله په یوه جګړه کې د اخوند درویزه په وینا چې د بایزید روښان د مخکښو مخالفینو څخه هم و د یرغلګرو ۲۲۰ تنه ووژل شول، له دې جګړې وروسته بایزید روښان د خپل پوځ په چمتوکولو بوخت شو چې یو ډير شمېر پښتانه یې تر څنګ ودرېدل، مغولي واکمنان هم د دې پاڅون نه خبرشول او یو لوی لښکر یې برابر کړ، دواړه لښکرې سره په (توراغه) کې مخامخ شول د بایزید روښان غازیان په تشو لاسو د استعمارګرو په وړاندې په ډېره مېړانه وجنګېدل، د همدې خونړۍ جګړې په پای کې په ۹۸۸ه ش کال کې ملي مبارز بایزید روښان د ۵۶ کالو په عمر ومړ.
بایزید روښان په دی پوهېده چې د مغولي امپراطورۍ له منځه وړل ستونزمن دي خو د هغه موخه دا وه چې خلکو ته د خپلواکۍ لپاره د مبارزی لار وښایي، چې همداسې وشو، دده په مرګ مبارزه پای ته ونه رسېده بلکې په لسګونو کلونه یې دوام وکړ، چې په تاریخ کې د روښانی غورځنګ په نوم یادیږي.
د بایزید روښان له مرګ نه وروسته د ده زوی جلال الدین د مبارزو سر لارې وو. روښاني غورځنګ په فکري لحاظ عرفاني او تصوفي بڼه لرله، خو د محتوا له مخې یو سیاسي، ملي او خپواکۍ غوښتونکی پاڅون و، چې د مغولي اشغالګرو په وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه پرمخ وړله، د داسې یو انقلابي او خپلواکۍ بخښونکې غورځنګ را منځ ته کېدل کومه طبعي پېښه نه وه، بلکې دا د مغولي یرغلګرو د ناروا ظلمونو پایله وه، لکه څرنګه مو چی مخکې وویل د مقاومت دا لړۍ روانه وه چې په بهیر کې یو بل میړنی خوشحال خان خټک هم د مغولي واکمنانو په وړاندي خپله توره له تېکې را ویسته او اعلان یې وکړ!
چې نمک مې د مغلو خوړ ملک وم
چې نمک د مغل نشته اوس ملک یم
د افغان په نوم مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
خوشحال خان خټک هم لکه د پښتنو د نورو مشرانو په څېر په یووالي ډېر ټینګار کاوه او پرته د یووالي ورته بریالیتوب ناشونی ښکارېده نو ځکه یې په یو لاس قلم او په بل لاس یې د یرغلګرو په وړاندې توره کاروله او د همدي قلم د لارې غوښتل چې پښتانه راوېښ کړي او خپل حقوق لاسته راوړي، خوشحال بابا په دې باوري و که چېرې ولسونه سره یولاس شي کولی شي د مغلي واکمنانو د ظلم او استبداد مخه ونیسي او آن سترواکي هم د ګواښ سره مخ کړي لکه څرنګه چې خپله وایې:
اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو
کنه ما به د مغل ګریوان پاره کړ
د خوشحال خان بابا د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ مبارزو چې په تاریخ کې د خټکو د غورځنګ په نوم یادیږی کلونه کلونه دوام وکړ او د مغلو امپراطورۍ لپاره په یو سرخوږي بدل شوي و، همدا یاد غورځنګونه په راتلونکې کې د پښتنو لپاره الهام بخښونکي شو او کوم مهال چې انګریزانو هندستان د خپل استعمار لاندې راوسته او ورو ورو یې د پښتنو سیمې لاندې کولې خو پښتانه یې په وړاندې ودرېدل او د پخوا په څېر يې دوه سترو مېړنو مېرزا علي خان چی په ایپې فقېر مشهور و او ملا پوونده کوله، ایپې فقیر په هندستان کې د بریتانوي ښکېلاک او په قبایلي سیمو کې د سیاسي ادارې سره کلک مخالفت در لود. خو لکه څرنګه چې انګریزانو په هره برخه کې په ځانګړي ډول په جګړه اییزو تجهیزاتو کې بشپړ چمتوالی درلود نو فقیر نه غوښتل چې په تش لاس د هغوی په وړاندې مبارزه وکړي، که څه هم د وزیرستان ځوانانو به د احساساتو له مخې هره شېبه غوښتل چې په اشغالګرو برید وکړي لاکن ایپی فقیر به اجازه نه ورکوله او ورته به یې ویل «په انګریزي پوځونو برید مه کوﺉ ځکه چې له هغو سره هر ډول وسله شته او له موږ سره هېڅ هم نشته، دا به یو لیونتوب وي چې پر دښمن په تش لاس برید وکړو،که تاسو رښتیا غواړﺉ چې د کافرانو سره جهاد وکړﺉ نو چمتوالی ونیسﺉ او کنه د خلکو د خندا به شﺉ، د انګریزانو سره جګړه کول تیاری غواړي او دا کار وخت ته اړتیا لري».
د نوموړي ټول زور د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د قبایلو په یووالي وو، وګړي به یې دي ته هڅول چې د عقیدي، رنګ او ژبی پرته د شیطاني ځواکونو په وړاندې وجنګیږي، د همدې یووالي د پیدا کولو لپاره ایپي فقیر اوږده مزلونه وکړل، چې په پای کې نوموړی د قومونو د یوې جرګې په ترڅ کې مشر وټاکل شو چې له دې وروسته د انګریزانو د پام وړ وګرځېد او د ځان لپاره یې ګواښ ګاڼه په همدې توګه انګریزانو نوموړي ته د پوځي ځواک د استعمال ګواښ وکړ او ورته یې وویل« ته په دې پوه شه چې بریتانیا یو داسې ځواک دی چې په وچه، لمده او هوا واکمنه ده که چېرې دې جګړه پیل کړه او په انګریزي ځواکونو بریدونه وکړې نو د ملګرو سره به دې یو ځای له منځه یوسو»
د دې ګواښ په وړاندې ملا داسې ځواب ورکړ« زه هېڅکله د بریتانوي پاچاهۍ څخه ډار نه لرم، د وچې، لمدې او هوا واکمن یو خدای ج دی. نه بریتانیا، زه او زما ملګري هېڅکله د دنیاوي ځواک څخه وېره نه لري که هر څومره زورور هم وي، مادي امتیازات ماته د منلو وړ نه دي ځکه چې مادي ګټۍ را ته خوند نه راکوي.»
کوم مهال چې ملا د انګرېزانو غوښتنې ونه منلې نو ددواړو ترمنځ په ۱۹۳۶کال د نومبر په ۲۵ـ۲۷ نېټه لومړۍ جګړه وشوه خو استعماري ځواکونه په دې جګړه کې د کلکې ماتې سره مخ شو، له دې نښتو وروسته ملا د خپلو ملګرو سره یو ځای په چریکې جګرو لاس پورې کړ په هر ځای کې د انګریزي ځواکونو کاروانونه او چوڼۍ د برید لاندې ونیولې چې دي ډول جګړه اییز تکتیک ډېرې بریاوې له ځان سره لرلي، د بلې خوا دښمن هم د خپل ټول ځواک نه استفاده کوله، د پلي ځواکونو تر څنګ به د بریتانیا شاهي هوایې ځواک به په ځمکه هر ګرځیدونکی تر هدف لاندي نیوه، کلي، کورنه، ښارونه او د غازیانو سنګرونه یې د درانه بمبار لاندې ونیول، انګریزي پوځیانو ښارونه او د ایپي فقیر د نامتو ملګرو کورونه او برجونه ونړول او په دې ډول یې د خپل ظلم دروازه پرانستله.
ایپی فقیر غوښتل چې د دې لارې د استعمار کړۍ ماتي کړي او د خوارو هندوانو، سیکانو او مسلمانانو د زبېښاک کرغېړنه لوبه پای ته ورسوي.
ایپي فقیر او د هغه مبارزینو د خپلواکۍ لپاره د انګرېزانو په وړاندې کلونه کلونه د جهاد سنګر تود وساته او استعمار یې ځواکونه یې دې ته پرېنښودل چې په سړه سینه خپل استعمار ته دوام ورکړي خو کله چې د ۱۹۴۷ کال د اګسټ په ۱۴ نېټه په نیمه وچه کې په ظاهري بڼه نه په حقیقی ډول د بریتانیا واکمني پای ته ورسېدله او هندوستان په دوه برخو یعنې هندستان او پاکستان ووېشل شو انګریزانو هم په وزیرستان کې د جګړو څخه لاس په سر شو، لاکن ایپي فقیر د مبارزې څخه لاس په سر نه شو او په دی پوهېده چې انګرېزانو د پاکستان په نوم د یو هېواد په رامنځ ته کولو سره یوه نوې او کرغېړنه لوبه پیل کړه، لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د وزیرستان یو بل ستر مبارز ملا پوونده و د شلمې پیړۍ په لومړۍ یوه نیمه لسیزه کې ملا پوونده، د ټول وزیرستان د مبارزو سرلاری و، په ۱۸۸۰ او بیا په ۱۸۹۴ ز کال کې د انګریزانو لپاره ترټولو ستر سرخوږی و، چې د انګرېز او ډیورنډ کرښی په مخالفت کې یې د خپلواکۍ ساتنی توغ پورته کړ، کوم مهال چې د افغانستان شاه امیر عبدالرحمن خان د خپل واک د ټینګښت په موخه، ډیورنډ تړون ته غاړه کېښوده او د افغانستان زیاته برخه یې انګریزانو ته وسپارله، په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه وزیرستان کې یې پر وړاندې سخت غبرګونونه را وپارېدل. په وزیرستان کې د دغه تړون دوه ستر مخالفین ملا پوونده او ملا حمزالله وو.
ملا پوونده د افغانستان امیر ته د ډیورنډ کرښې په مخالفت کې په پرله پسې توګه لیکونه راستول چې د امیر لخوا ورته مثبت ځواب نه ورکول کېده او ملا اړ شو چې د امیر عبدالرحمن خان او سردار ګل محمد د ممانعت سره سره یو ځل بیا ملا پونده د دوه زره کسانو سره
سردار ته را غلل او د انګرېز په وړاندې د جهاد کولو کلکه ژمنه یې ورسره وکړه مګر امیر عبدالرحمن خان به بېلابېلی پلمې جوړولې چې د قبایلو ځان خلاص کړي، انګرېزانو هم په ډېر جبر او نظامي وهلو ټکولو قبایل نه یوازي رام نه کړل، بلکې لوی اندېښنې یې را پیدا کړي.
وروسته له دې ملا پوونده د خپلو ملګرو سره ولاړ، د کابل خلکو به ویل «افسوس دی چې د دې ملت له زړورتیا نه انګریزان په وېره کې دي، خو خپل پادشاهان یې په ارزښت نه پوهیږي.»
انګرېزانو د ملاپونده څخه د اطاعت یو لیکلی سند وغوښت چې واکمنې یې ومني، خو خلکو د انګریزانو دا غوښتنه ونه منله له دې وروسته یې په وسلواله مبارزه پیل وکړ، ملا پوونده د ژوند تر پایه پورې خپلو ملي او انګریزي ضد مبارزو ته دوام ورکړ، د بلې خوا د عدم تشدد ستر مبارز خان عبدالغفار خان د مهاتما ګاندي سره یو ځای د یو لوی هندستان د ساتلو لپاره د استعمار چیانو په خلاف ودرېدل او د پاکستان په نوم د یو بېل هېواد د رامنځ ته کولو سره کلک مخالفت وکړ پاچاخان د هندوانو او په هندوستان کې د مېشتو مسلمانانو او پښتنو د حقوقو غوښتلو لپاره کلونه کلونه زیار ویسته او په دي لاره کې څوڅو ځلې د انګرېزانو لخوا زندان ته هم واچول شو خو د خپل عمر تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپل هوډ څخه تېر نه شو؛ د همدې ملي مشرانو مبارزو ته په کتو چې د مغلي او انګریزي استعمار چیانو په وړاندې کړي دي د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشعل وګرځېد او د همدې خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو نه په الهام اخستلو او د تور سازمان د وحشیانه ظلمونو له کبله د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنی یا PTM غورځنګ سر را پورته کړ چې د لر او بر افغان په ګډون یې په ټوله نړۍ کې افغانان را وېښ او کلک ملاتړي کړل؛ تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي په بې رحمانه ډول شهیدان شوي او ډېر شمر د منظور پښتین په ګډون زندانونو ته اچول شوي دي د یاد غورځنګ په مشر منظور پښتین کې ټولې هغه ځانګړتیاوې شته کومې چې د پښتنو په تېرو مشرانو او اتلانو کې وې او پرته له شکه چې په راتلونکې کې د هر یرغلګر او استعمارګر لپاره ستر ګواښ دی او په لر او بر افغانانو کې تر دې دمه داسې غوره مشر نه تر سترګو کیږي.
عزت الله (عزیز) د ژمن ځوانانو د ټولنې د رهبرۍ غړی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.