خلیلزاد او کالییوف په افغان سوله او صادراتو غږېدلي
خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزات ځانګړي استازي د قزاقستان له ځانګړي استازي سره د افغانه سولې په هکله خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي دي چې د قزاقستان له ځانګړي استازي کالییوف سره یې لیدلي دي او افغانستان ته یې د دغه هېواد د غله جاتو او غنمو د صادراتو د اهمیت او بیا پیلولو په هکله خبرې کړې دي. نوموړی په خپل ټویټ کې لیکي چې:
((د قزاقستان له ځانګړي استازي کالییوف سره مې دا اونۍ افغانستان ته د غلجاتو او غنمو د صادراتو د اهمیت او بیا پیلولو په ګډون په ګڼو مسایلو خبرې وکړې))
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد له تېرو دوو ورځو را هیسې د افغان سولې لپاره بیا خپل سفرونه پیل کړي دي. په قطر کې د وسلوالو طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره تر کتنې وروسته نوموړی د افغانستان لپاره د ناټو د قومندان سکاټ مېلر په ملتیا پاکستان ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره د افغان سولې په هکله خبرې وکړې.
خلیلزاد له تېرې کابو یوې میاشتې را په دېخوا د سولې لپاره خپل فعالیتونه درولي وو، که څه هم په ظاهره یې څه نه وو ویلي خو د کویډاـ۱۹ وبا په خپرېدو سره په ټوله نړۍ کې ډېری فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
نوموړی له قزاقستان سره د غنمو او غلجاتو خبره وروسته له هغه کوي چې په افغانستان کې د کرونا له امله د لومړنیو خوراکي توکو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې دي او تېره اونۍ د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي وو چې په ټولو خوراکي او ارتزاقي توکو کې ۲۰ سلنه لوړ والی راغلی دی.
قزاقستان په آسیا کې د غنمو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی چې د اوړه کولو او پروسېس ډېری فابریکې یې په ازبکستان کې دي. افغانستان هم له دغه هېواد څخه د غنمو او اوړو په ګډون ډېری خوراکي توکي را واردوي. دوې اونۍ وړاندې له ازبکستان څخه هم د خوراکي او روغتیایي توکو یوه بکسه را ورسېده، چې په کابل کې د دغه هېواد سفیر په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوموړې بکسه د ازبکستان د ولسمشر لخوا د افغانستان خلکو ته ډالۍ ده.
ښاغلي خلیلزاد هم د قزاقستان له ځانګړي استازي کالییوف سره په همدې تړاو خبرې کړې دي او وایي چې له هغه سره یې توافق کړی چې په سیمه ییز اتصال او همغږي نه یوازې د یوې دوامدارې سولې لپاره آساسي دي بلکې زموږ د ګډې راتلونکې په وړاندې نړیوال ګواښونه هم ځوابوي، هماغسې چې د کرونا وبا پر وړاندې روانه مبارزه ښیي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.