The news is by your side.

برېښنا شرکت: ښایي ٨٠ سلنه وارداتي برېښنا بنده شي

خبریال وېب پاڼه/ یو شمیر دولتي بنسټونه ۷.۹ ملیارده افغانۍ پوروړي دي، برېښنا شرکت وايي د دې تشې ډک کولو لپاره دولت باید ۵۰ میلیونه ډالر پور راکړي.

ښایي اتیا سلنه وارداتي برېښنا بنده شي، د افغانستان د برېښنا شرکت وایي دولتي بنسټونه یې څه باندې ۷ میلیارد افغانۍ پوروړي دي او پنځوس میلیون ډالره یې له دولت څخه د پور غوښتنه کړې ده.

که حکومت د برېښنا شرکت مالي ستونزه جدي حل نه کړي ښایي هېواد ته راغلې اتیا سلنه وارداتي برېښنا بنده شي.

د برېښنا په شرکت کې مسؤولین وایي، د برېښنا د لګښت له وجې په حکومتي بنسټونو ۷.۹ میلیارده افغانۍ پور دی چې له دې ډلې ۳.۲ میلیارده افغانۍ یوازې د دفاع په وزارت پورې اړوندیږي.

د برېښنا شرکت وایي خپلې مالې ستونزې یې له حکومت سره شریکې کړي، دوی وايي که چېرې دې موضوع ته رسېدنه ونه شي، ښایي اتیا سلنه وارداتي برېښنا بنده شي.

د مالیې وزارت هم مني چې حکومتي بنسټونه د برېښنا شرکت پوروړي دي او دا وزارت د مالي کال په پای کې د اړونده وزارتونو له بودیجې څخه دا لګښتونه د برېښنا شرکت په حساب جمع کوي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د پور ستونزه یې له سیتکا ادارې سره شریکه کړې ده.

اقتصادي کارپوهان وایي د مالیې وزارت باید د برېښنا دا ستونزه حل کړي که نه نو د برېښنا د بندژدو لامل به د مالیې وزارت وبلل شي.

له دې مخکې هم د برېښنا شرکت د سلګونو پوروړو نومونه افشا او د دوی د برېښنا د پرې کولو لړۍ یې پیل کړه.

په دغو پوروړو کې لوړ پوړي چارواکي، پخواني قومندانان، وزارتونونه او یو شمېر نور پیژندل شوي کسان شامل دي.

د برېښنا شرکت داسې مهال په خپلو پوروړو د پیسو د ورکړې فشارونه ډېروي چې ویل کیږي ډېر دا کسان زورواکي دي او حکومت هم نه شي کولاي په کمزوري موقف ورڅخه څه حاصل کړي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او په خپل اقتصاد د بسیا کیدو لپاره په بېلابېلو لارو ټينګار کړی تر څو له خلکو په وخت مالیات جمع کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.