The news is by your side.

د روغتیایي مسؤلینو بېغورۍ اقبال عمري وواژه

خبریال وېب پاڼه/پرون دوشنبې د روانې اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه د طب له کورنۍ دریم ډاکتر هم د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ظاهره ویل کېدل چې ډاکتر اقبال عمري په افغان جاپارن روغتون کې د ډاکترانو تر بشپړو روغتیایي تدابیرو لاندې ساه ورکړه خو د وفات شوي ډاکتر کورنۍ وایي چې تر هغې یوه ورځ وړاندې ډاکتر اقبال عمري افغان جاپان روغتون ولېږدول شو. په روغتون کې یې ورته وویل چې ځای نشته او خپل کور ته یې بوزئ.

له ډاکتر اقبال سره تللي ډاکتر د افغان جاپان روغتون له مسؤلینو سره تر جنجال کولو وروسته په دې بریالی کېږي چې په دغه روغتون کې یوه بیستر خونه ورته ځانګړې کړي خو د همدغې ورځې له سهار نه تر مازدیګره هېڅ ډاکتر او نرس نه ورځي. نه ورته مصنوعي تنفسي آله بندوي او نه یې نور مراقبت کوي.

کله چې د عمري کورنۍ د ناروغ وضعیت ته اندېښمنه کېږي، له افغان جاپان روغتون څخه یې بېرته وباسي. ګڼو نورو روغتونو ته ورځي خو هېڅ روغتون یې هم نه بیستر کوي. دوی د مجبورۍ له مخې ناروغ خپل کور ته وړي، هلته اوکسیجن ورته بسته کوي خو دا چې ناروغ ته باید په ځانګړې درجه او ډول اوکسجن خوشی شي، په کور کې یې د شپې لخوا حالت نور هم خرای شوی. له افغان جاپان روغتون څخه امبولانس ورته راولي او سهار په دغه روغتون کې خپل ابدي ژوند ته لبیک وایي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ډېری ناروغانو په روغتیایي مرکزونو کې د داکترانو لخوا له دوی سره په ناسم چلند او نه پاملرنه نیوکې کړې دي.

د دغې وبا ناروغۍ لپاره پر جوړه شوې کمېټه هم د ګزافو لګښتونو له امله زیاتې نیوکې کېږي. ویل کېږي د کرونا پر وړاندې د مبارزې او همغږۍ کمېټه کې ډېری هغه کسان دي چې هم مهاله په څو نورو دولتي بستونو باندې هم کار کوي.

بل پلو د دغې کمېټې لخوا په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په یو شمېر بېوزلو کورنیو باندې د ۴ کیلویي غنمو وېش هم ناندریز شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د بهرنیو هېوادونو لخوا له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې ته شاوخوا ۲۵۰ ملیونه دالره مرسته شوې ده او عام افغانان اندېښنه لري که چېرته دا مرستې د دولت لخوا سمې مدیریت نه شي، په هېواد کې به یوه لویه بشري فاجعه را منځته شي ځکه د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له ثبت شویو مثبتو پېښو څخه ډېر کم شمېر کسان کرونا ځپلو ته په ځانګړو شویو روغتونونو کې بیستر دي او یوه لویه برخه یې بېرته خپلو کورونو ته تللي دي چې هلته یې د کرنتین او د کورنیو له نورو غړو څخه د لېرې والي تضمین هم نشته دی.

ویل کېږي په هرات کې په کرونا له ۲۸۰ کسانو څخه یوازې ۴۰ تنه یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او پاتې ۲۴۰ نور خپلو کورونو کې دي چې دا کار خپله د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی. تر دې مخکې د عامې روغتیا وزیر په کابل کې هم د ناروغانو له حاله ورته راپور ورکړی ؤ.

ډاکتر اقبال عمري د ماشومانو او عمومي جراحۍ متخصص ؤ او په خپله ناروغۍ کې یې د مسؤلو ډاکترانو لخوا لیدل شوې ټولې نادودې له ځان سره ګور ته یوړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.