The news is by your side.

ښه خبر: د ۲۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې  ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان جمهوري ریاست خبر ورکوي چې د ۲۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې چې پکښي ډيری يې سړکونه پلونه پلچکونه او د ښاري پراختیا پروژې دي ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې.

روانه اونۍ په افغانستان کې د ښاري ودې او لار جوړولو اونۍ  په نوم نومول سوې او ویل کیږي چې د ۲۵ میلیارده افغانیو دا پروژې چې شمېر يې ۲۸ ته رسیږي نن پرانستل سوې.

د دې پروژو له جملې څخه یو هم  په کندهار ولایت کې د سپین بولدک کندهار ترمنځ سړک دی چې ۴۰ کیلو متره اوږدوالی او ۱۱ متره سور لري د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړ سوی دی د دې وزارت د مالوماتو له مخې د کندهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول پروژې لري چې اودوالی یې ۳۴۴ کیلومتره ته رسیږي.

افغان ولسمشر نن د دې پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې له ټولګټو وزارت څخه د سړکونو جوړولو په برخه کې لوړ کیفیت او تر ټولو ټیټ قمیت غواړي او نور دي خصوصي سکتور کوښښ وکړي ترڅو اول لاس پروژې ترسره کړي دویم او دریم لاس د منلو وړ نه دي او دوی دي کوښښ وکړي ترڅو  لومړۍ درجه شرکتونه رامخ ته کړي.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزیر انجنیر نجیب الله یمن وویل چې د ټولو پروژو د ترسره راوي لپاره کوښښ کوي او راتلوونکی کال به د ولسمشر په امر د کابل کندهار لویي لارې چې اوس ډيره خرابه کار هم پیل سي، ده وویل چې د دې لويي لارې د سروې چارې بشپړې سوې او بودجه به هم په پام کې ورته ونیسي .

د سړکونو ترڅنګ د ښاري پراختیا په برخه کې هم د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتو کې پروژې ترسره سوې وې  چې نن افغان ولسمشر محمد اشرف پرانستلې ولسمشر غني په ټولو پروژو کې پر کیفیت او ټیټ قمیت ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې  د فواید عامې قراردادونه باید یو لاس او یا هم دولتي شرکتونو ته وسپارل سي  او د عامه ملکیتونو غصب ته مو د پای ټکی اېښی دی، او لا به هم دې برخې  ته پاملرنه کیږي.

Comments are closed.