The news is by your side.

یمین: د کابل کندهار لاره رغول کیږي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ټولګټو وزارت خبر ورکوي چې په پلان کې ده څو د کابل کندهار کنډي کپر لاره ورغوي د دې وزارت وزیر د ښاري ودې او لارو جوړولو اونۍ پروګرام کې دا خبرې وکړې.

انجنیر نجیب الله یمین په خپلو خبرو کې وویل چې د کابل کندهار لویي لارې لپاره لومړنۍ سروې ګانې پيل سوې او د راتلوونکي لپاره به کار پيل  سي او بودجه به هم ورته پیدا کړل سي.

ښاغلي یمین نن د کندهار سپین بولدک ۴۰ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپاره او له هغه ځایه یې د ویډیو له لارې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي یمین وویل چې په کندهار کې ۲۲ پروژې تر کار لاندې لري او په ارغنداب کې د دوه ویجاړو سویو پلونو د رغونې برخه کې  هم پاملرنه کوي.

نن په ارګ کې د ۲۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۸ پروژو پرانسته وسوه چې  د ښاري پراختیا او سړکونو جوړولو پروژې پکښي شامل وې.

د دې پروژو له جملې څخه یو هم  په کندهار ولایت کې د سپین بولدک کندهار ترمنځ سړک دی چې ۴۰ کیلو متره اوږدوالی او ۱۱ متره سور لري د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړ سوی دی د دې وزارت د مالوماتو له مخې د کندهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول پروژې لري چې اودوالی یې ۳۴۴ کیلومتره ته رسیږي.

افغان ولسمشر نن د دې پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې له ټولګټو وزارت څخه د سړکونو جوړولو په برخه کې لوړ کیفیت او تر ټولو ټیټ قمیت غواړي او نور دي خصوصي سکتور کوښښ وکړي ترڅو اول لاس پروژې ترسره کړي دویم او دریم لاس د منلو وړ نه دي او دوی دي کوښښ وکړي ترڅو  لومړۍ درجه شرکتونه رامخ ته کړي.

د سړکونو ترڅنګ د ښاري پراختیا په برخه کې هم د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتو کې پروژې ترسره سوې وې  چې نن افغان ولسمشر محمد اشرف پرانستلې ولسمشر غني په ټولو پروژو کې پر کیفیت او ټیټ قمیت ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې  د فواید عامې قراردادونه باید یو لاس او یا هم دولتي شرکتونو ته وسپارل سي  او د عامه ملکیتونو غصب ته مو د پای ټکی اېښی دی، او لا به هم دې برخې  ته پاملرنه کیږي.

Comments are closed.