The news is by your side.

دانش يې نه مني وايي توحید سوې طرحه د یوه قوم لپاره ده

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ویلي چې د سولې وروستۍ توحید سوې طرحه ورته د منلو نه ده او دا طرحه به نفاق او ناندرۍ رامنځ ته کړي.

سرورو دانش خپله سینه په فېسبوک کې سړه کړې او په دې هکله یې یوه لیکنه کړې هغه د ملي روغي جوړي شورا له لوري وروستۍ توحید سوې  طرحه چې د ترکیې کنقرانس ته به وړاندې سي نه ده منلې او دايې د نفاق او ناندریو پیلامه بللې.

دانش ویلي دا طرحه تر ډیره د یوه قوم یوه ګوند او زلمي  خلیلزاد  لید لوری وړاندې کوي، چې د هېواد دبلې ډلې یا ګوند نظر ته پکښي هیڅ درناوی نه دی سوی.

هغه ویلي کوښښ سوی چې حکومت د دو قومونو ترمنځ وویشل سي او په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکولی سوی دی خو د هېواد د بل هیڅ وګړي درناوی او پروا نه ده سوې.

هغه ویلي د دې طرحې ارمانجنو ته دي وویل سي چې  په افغانستان کې جګړې ختمولو ته اړتیا ده نه د نظام ویشلو ته، هغه غوښتنه کړې چې د ملي روغي جوړي شورا جوړه سوې طرحه باید لغوه سي.

د سرورو دانش او ده خو  غوندي څو نورو له خولې تل په یوه ملي مسله کې د نفاق او تعصب بوی راوزي هغوی تل کوښښ کړی چې په ملي مسایلو کې یوې طرحې او کړنو ته د قوم رنګ ورکړي او له دې ملي مسایلو سره مخالفت څرګند کړي.

تراوسه پوري د سرور دانش د دې څرګندونو په هکله حکومت او د ملي روغې جوړې شورا څه نه دي ویلي خو د ملي روغي جوړي شورا د خپلې  توحید سوې طرحې په هکله ویلي چې درست او په ډير دقت سره جوړه سوې دا طرحه کولای سي چې ښه ثابته سي.

تمه ده نژدې ورځو کې د ترکیې استانبول ښار کې د افغان سولې په هکله لوی کنفرانس جوړ سي چې طالبانو اوافغان دولت ورته لا له وړاندې خپل پلاوي ټاکلي دي.

په دې کنفرانس کې به د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د طرحې ترڅنګ ښايي نورې طرحې هم وړاندې سي چې له بحثونو وروسته به د افغانستان په هکله یوه نهايي پریکړه کیږي

Comments are closed.

koi finance