بایډن له ستر چلنج سره مخ دی
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان شل کلنه جګړه اوس د امریکا لپاره یو سر خوږی جوړ سوی او د سرتیرو د شتو او وتلو په هکله په کور دننه امریکا او سیمه کې ضد او نقیص نظریات موجود دي.
د امریکاملي راډیو ټلویزیون ان پي آر په خپله یوه تازه تبصره کې له بایډن څخه غوښتنه کړې چې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي او د افغانستان شل کلنې بې معنی جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
ملي راډیو ټلویزیون ویلي چې بایډن دي خپل سرتیري پر ټاکلي نېټه له افغانستان وباسي او که داسې ونکړي نو په تاریخ کې دا جګړه نه په بوش نه اوباما او نه هم ټرمپ پسې ولیکل سي بلکي دا جګړه کې به د بایډن نوم یادسي.
یایډن تراوسه وروستۍ پریکړه نه ده کړې چې ایا سرتیري باسي او که یې پریږدي خو تر ډیره داسې فکر کیږي چې ښايي سرتیريی د یوې مودې لپاره افغانستان کې پاتي سي.
تراوسه پوري هڅه روانه ده چې د سرتیرو د شتون مسله شاته پرېښودل سي او د افغانستان د سولې د وروستیو هڅو پر بینا نور د افغانستان جګړه ختمه سي امریکا هم د دې ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې بیا د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جیمز مکانویل ویلي چې تر مي میاشتي پوري د امریکايي خواکونو وتل ممکن دي هغه ویلي په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندان باید دې ته پوره چمتوالی ولري خو وړاندې بیا امریکا له لوژشتیکي نظره د سرتیرو ایستل تر مي میاشت پوري ناممکن بللي وو.
خبره یوازي د امریکايي ځواکونو نه ده امریکايي ځواکونه خوبه له افغانستانه ووزي خو دناټو په زیاته اندازه ځواکونو په هکله هم باید اغېزمنه پریکړه وسي د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیران بروکسل ته تللی ترڅو هلته د ناټو غړو هېوادونو سره د خپل پوځي ماموریت د دوام او یاهم پای ته رسولو په مورد خبرې وکړي.
ویل کیږي چې طالبانو د جګړې لپاره پوره چمتوالی نیولی او ښايي له مي میاشتي وروسته یوځل بیا خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تراوسه پوري داسې نظریه موجوده ده چې د ترکیې کنفرانس به حتمي نتیجه ورکوي خو داسې ښکاري چې طالبان له صحنې ځان کاږي
Comments are closed.