The news is by your side.

د پاکستان منافقت د سولې خبرو د ناکامولو هڅه کوي

خبریال ویبپاڼه/ طالبانو د ترکیې کنفرانس کې دګډون د ځنډولو اعلان کړی چې ډيری سیاسون او نور کسان يې د پاکستان نوې لوبه بولي او په دې سره پاکستان غواړي چې د سولې روانې هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي.

یوه کاناډايي ډیپلومات او د سیاسي مسایلو څارونکې چیرس الکساندر په خپلو تازه څرګندونو کې هم پر پاکستان تور پوري کړی چې د بین لافغاني مذاکراتو د ماتولو په لټه کې دی.

هغه پر نړیوالو د افغانستان د ژغونې ږغ کړی او زیاته کړې يې ده داسې یو څوک سته چې افغانستان د پاکستان له نیابتې جګړې څخه وباسي او وساتي.

هغه ویلي د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای  په دې لټه کې ده چې بین الافغاني خبرې  له ناکامۍ سره مخ کړي او په دې سره خپلې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي.

الکساندر په خپل پیغام کې نړیوال مخاطب کړي اوغوښتنه يې کړړې ده چې داسې یوڅوک دي پیدا سي چې د پاکستا نیابتي جګړه په افغانستان کې ختمه کړي.

په ورته وخت کې د استانبول ناسته کې د طالبانو نه تیاریدل او نه ګډون یو شمېر سیاسي څیرو د تاسف وړ بللی او داسې فکر کیږي چې په دې برخه کې هم د پاکستان رول او ځای واضحه دی.

د استابنول ناسته کې نه اماده کیدلو تر شاه څه دي؟

د خبریال د مالوماتو پر اساس د طالبانو د مرستیال ملا یعقوب په مشري‌ په پېښور کې د طالبانو مهمه غونډه  سوې چې سراج الدین حقاني‌؛ مولوي کبیر؛ مولوي عبدالحکیم شرعي؛ نورمحمدثاقب؛ مولوي عبدالقدیر عرف حاجي احمد او ګڼ نور طالب مشران ورته رابلل سوي وو.

د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې غونډې ته په افغانستان کې په جګړه بوخت دطالبانو ځیني‌والیان او نظامي‌ قوماندانان هم وربلل سوي وو.

غونډه کې چې تېره ورځ سوې  طالبانو نظامي‌قوماندانانو ته امر کړی چې افغانستان کې بریدونه زیات کړي؛ سړکونه؛ پلونه او عامه تاسیسات له منځه یوسي.‌

غونډه کې پرېکړه سوې ده چې ټول نظامي مسئولین دې افغانستان ته ستانه سي او سراج الدین حقاني‌ به پاکستاني‌ مقاماتو سره په ګډه پر اغزن تار طالب قوماندانانو ته افغانستان ته د تګ لار برابروي.‌

په پېښور کې د حقاني شبکې یو بل غړي‌ هم خبریال وېبپاڼې ته د دیادې غونډې پخلی وکړ او ویې ویل چې له کوټې او کراچي راغلي غلي ‌مېلمانه لا هم په پېښور کې دي.‌

سرچینه وايي چې ښايي داځل پر حکومت د فشار اچولو په موخه وسله وال طالبان ډله ایز او ځانمرګي بریدونه هم وکړي.‌

Comments are closed.