The news is by your side.

امریکا تر مي د سرتیرو ایستل هم ممکن کړل

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا لوی درستیز جیمز مکانویل ویلي چې په دریو اونیو کې هم کولای سي چې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي خو دا پریکړه په دولت پوري اړه لري.
هغه ویلي دا هم ممکنه ده چې په درې اونیو کې له افغانستانه خپل سرتیري وباسو او په دې هکله باید افغانستان کې مېشت پوځي قوماندانان خپل تیاری ونیسي.
مکانویل ویلي دوی پوهیږي چې د بیړنیو وتلو حالاتو کې دوی پوهیږي چې په کومو اقداماتو لاس پوري کړي نوموړي وویل په دریو اونیو کې د ټولو سرتیرو ایستل ممکن دي.
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ او امریکایي چارواکو له لوژستیکي پلوه د ټولو سرتیرو ایستل نا ممکنه بللي وو، او داسې ګنګوسې وې چې امریکايي ځواکونو د شپږو نورو میاشتو لپاره لا هم افغانستان کې پاتیږي.
امریکا به سرتیري وباسي؟
تر دې وړاندې د امریکا ډیر ټينګار پر دې وو چې د یوڅه وخت لپاره په افغانستان کې پاتي سي خو اوس داسې ښکاري چې نور يې وتلو ته زړه سوی دی ځکه دا څو ورځې د رسنیو پر خوله د امریکا د وتلو خبره کیږي.
خو یوازي امریکا نه ده مهمه دلته تر امریکا زیات د امریکا د متحدینو او ناټو چوکاټ کې بهرني سرتیري کرار لري چې شمېر یې ۷۰۰۰ کسانو ته رسیږي که چیري امریکا د خپلو وتلو پریکړه کوي نو لازمه ده چې ناټو هم ورته پریکړه وکړي.
په همدې خاطر د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیران بروکسل ته تللی ترڅو هلته د ناټو غړو هېوادونو مسؤلینو سره د خپل ګډ پوځي ماموریت په هکله وږغیږي او د سرتیرو د ایستلو او یاهم پاتیدلو د څرنګوالي په هکله ورسره خبرې وکړي.
ناټو هم تراوسه د امریکا غوندي ګونګه پریکړه کړې او په دې انتظار دي چې په افغانستان کې د جګړې او سولې یوه اړخیزه پریکړه وسي او دوی په بې غمه شکل سره له دې هېواده ووزي خو داسې پریښي چې دا پریکړه هم دومره اسانه نه ده.
طالبانو د اوس لپاره دترکیې کنفرانس کې د ګډون رد کړی او ویلي يې دي چې په دې هکله لاهم دوی سلا او مشورو ته اړتیا لري ترڅو په کوم ډول دې خبرو کې ګډون وکړي

Comments are closed.