The news is by your side.

د عليپور په څير بله ترهه ګره ډله

خبريال ويبپاڼه/ راپورونه وايي چې دايکنډي کې يوې بلې ترهه ګرې ډلې د خپل موجوديت اعلان کړی.

له علیپور وروسته د ترهه ګرۍ دا دود د عاميدلو په درشل کې دی او نن يوې بلې پوځي ترهګرې ډلې چې غړي يې په وسلو سمبال وو انځورونه خپاره کړي او د موجوديت اعلان کړی.

د جنبش روشنايي، يوه غړي ذوالفقار اميد دا اعلان پر خپله فېسبوک پاڼه کړی، او دې ترهګرې ډلې ته يې د جبهه مقاومت نوم ورکړی.

هغه چې د دې وسلوالو منځ کې ولاړ دی ليکلي له دې وروسته به د جبهه مقاومت په نوم مبارزه په پيلوو.

ولې کوچنۍ ترهګرې ډلې رامنځته کيږي؟

تر ډيره بريده اوس د افغان دولت تمرکز د سولې پر خبرو او له طالبانو سره يوه جوړ جاړي ته د رسيدلو په موخه دی ځکه نو دا وړې ترهه ګرې ډلې له موقع څخه په استفاده خپل کار دوام ورکوي.

بله موضوع په دولت دننه کې داسې کړۍ سته چې په داسې موصوعاتو کې دلچسپي ولري او همدارنګه د دولت بې پروايي او ناغيړي هغه څه دي چې ترهه ګر منځ ته راځي.

موده وړاندې د ترهګر عليپور په وړاندې کله چې هغه د‌افغان پوځ يوه چورلکه را وغورځوله عمليات پيل کړل خو دې عملياتو لاهم کومه نتيجه نه ده ورکړې او عليپور چې د افغان سرتيرو قاتل دی په جګ سر ژوندی ګرځي.

کله چې افغان دولت عليپور ونيوی نو د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش يې ضمانت وکړ او بيرته خوشي سو، خو کله چې عليپور د افغان پوځ چورلکه غورځوي نو دانش لا هم چپ پاتي دی او پر دې پيښه يې غوږ کوڼ اچولی.

خو هيچا هم ورته و نه ويل چې د دې پيښي او کړي ضمانت په هکله خپل مسؤليت ادا کړي.

که چيري دولت په جدي ډول د بهسودو پيښي په هکله غبرګون ښودلی وای نو نن ذوالفقار خپله ترهه ګره ډله نه اعلانوله

ذوالفقار اميد به هم د عليپور غوندي دايکنډي کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړي او يوه ورځ به دولت ته لوی سرخوږی هم جوړ کړي.

داچې افغان دولت د دې ترهه ګرو ډلو په وړاندې څه ډول غبرګون ښيي دا راتلونکي کې مالومه سي

Comments are closed.