The news is by your side.

امریکايي سناتوران: طالبان د با ور خلک نه دي

خبریال ویبپاڼه/ دریو امریکايي سناتورانو په اوسني وخت کې له افغانستانه د سرتیرو وتل خطرناک بللي او زیاته کړې يې ده چې افغانستان اوس هم د تروریستي سازمانونو  مرکز دی.

دریو امریکايي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یو لیک لیږلی او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې باید امریکايي سرتیري له افغانستانه ونه وزي، هغوی د امریکا د امنیت په هکله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دریو سناتورانو مایکل ولټز، لیزچیني او سکاټ فرانکلین په خپل دې لیک کې چې بلینکن ته يې استولی ویلي طالبانو اوس هم له القاعده او نورو ترهه ګرو ډلوسره اړیکي نه دي پرې کړې او په داسې شرایطو له افغانستانه وتل نه یوازي د یاد هېواد بلکي  د امریکا د امنیت لپاره هم خطر پیښولای سي.

هغوی په دې اړه چې له طالبانو سره ګډ حکومت جوړیږي هم اندېښنه څرګنده کړې  او ویلي یې دي چې په افغانستان کې اوس هم تروریستي سازمانونه او د پاکستان کې هم شتون لري همدارنګه يې ټینګار کړی چې طالبان د باور خلک نه دی

تراوسه پوري د افغانستان په هکله بیلابیل نظریات موجود دي تر ډیره بریده سوله جګړه، بهرني سرتیري او وروستي پریکړه د افغانستان په هکله نړیوال سرټکي دي له یوې خوا د افغان سولې لپاره اقدامات پیل سوي ترڅو په د ترکيې کنفرانس ته نهايي پریکړي ورسیږي او د لته روانه جګړه هغه څه دي چې بیرته پر سوله شک پیدا کوي او اندېښنې يې را ولاړې کړې دي.

د افغانستان په هکله تراوسه وروستۍ پریکړه نه ده سوې چې جګړه یا سوله خو طالبانو د ترکیې وروستي کنفرانس کې د ګډون رد کړی او ویلي يې دي چې د اوس لپاره په دې کنفرانس کې ګډون نکوي ځکه د دوی مشورې لاهم دوام لري او بیا به وروسته اعلان وکړي.

د ترکیې کنفرانس ته د افغان دولت له لوري یوه طرحه توحید او د دې  کنفرانس  په جوړیدلو سره دې کنفرانس ته هغه طرحه وړاندې سي، خو داچې څومره به اغېزمنه وي تراوسه مالومات نسته.

عام افغانان په دې لټه کې دي چې باید نور جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي او دوی پرېښودل سي چې پر ارامه ژوند وکړي

Comments are closed.