The news is by your side.

د بایډن تر اعلان وروسته په قطر او پاکستان کې د طالبانو غونډې

خبریال وېبپاڼهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په خپل وروستي‌ اعلان سره طالبان یوځل بیا د پاڼ او پړانګ ترمنځ ودرول.

په قطر او کوټه کې طالب مشران تر بیړنیو غونډو وروسته له پاکستاني استخباراتو سره په تماس کې شول.‌

د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ملا برادر لمړۍ اړیکه په قطر کې د طالباو لپاره د ای ایس ای مشر عليحسن سره ونیوله او د دریځ د اعلان غوښتنه یې ترې وکړه؛ خو په قطر کې د پاکستانياستخباراتو له لوري د طالبانو مشر عليحسن ملا برادر ته ویلي چې لمړی باید تاسو« ملا برادر» د طالبانو له نورو مشرانو لکه شیخ عبدالحکیم؛ ملا عبدالرزاق؛ امیرخان متقي ملا عباس او ملا فاضل سره خبرې وکړي.‌

سرچیه وايي چې د ملا برادر په ګډون شیخ عبدالحکیم؛ ملا عبدالرزاق؛ امیرخان متقي ملا عباس او ملا فاضل پاکستاني استخباراتو ته تر نورو طالب مشرانو ډېر نېژدې دي.

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي‌ چې په قطر کې د ماخوستن د لمانځه او تراویحو تر کولو وروسته طالب مشران د یوه قطري طالب په کور کې را غونډ شول او په کوټه او پېښور ېک له ځینو نورو طالبانو سره خبرې وکړې .‌

د خبریال وېبپانې سرچینې وايي چې د کوټې شورادشپې ونه توانېده چې په کوټه کې د طالبانو لپاره د پاکستاني‌استخباراتو له مشر سره خبرې وکړي؛ خو قطر پرېکړه وکړه چې خپل پخوانی دریځ را برسېره کړي او د غوڅې فیصلې تر وخته په دا جمله ګوزاره وکړي‌ چې ګواکې «طالبان به تر هغو د ترکیې او بل هیواد په کانفرانس کې ډون ونه کړي چې تر څو ټول امریکایان له افغانستان نه نه وي وتلي.‌»

خبریال وېبپاڼې ته لا له وړانديطالب سرچینو ویلي وو چې د ترکیې په غونډې ته طالبانو مکمل پروګرام جوړ کړی وو؛‌خو چې کله د ترکیې له کانفرانس نه پاکستان بهر شو د پاکستان د استخباراتو یوه څلور کسیزه ډله په پنځه ورځني سفر قطر ته لاړه او هلته یې تر هغو له ملا برادر او د هغه له نېژدې ملګرو سره کار وکړ چې تر څو دوی د ترکیې له کانفرانس نه د بایکاټ اعلان وکړي.‌

د طالبانو غونډو پرېکړه د پاکستاني ‌استخباراتو امر ته پرې اېښې چې وروستی او پرېکنده دریځ څرګند کړي.‌

طالبان د پاڼ او پړانګ ترمنځ هغه مهال واقع شول چې امریکايي‌رسنیو خبر ورکړ چې بایډین به د سپټمبر پر ۱۱ نېټه خپل ټول پوځیان له افغانستان نه وباسي.

تر دې وړاندي طالبانو بیا بیا ویلي وو چې که چېرته د مۍ تر لمړۍ نېټې له افغانستان نه ټول امریکايي سرتېي ونه وزي‌دوی به جګړې ته دوام ورکړي.    

Comments are closed.