The news is by your side.

د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره څه وخورو؟

خبریال ویب پاڼه: د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د خیټې چینجي یو له هغو ناروغیو څخه ده، چې ډېرو مهلکو ناروغیو لامل ګرځي او انسان په زیاته کچه کمزوری کوي.

د خدای په پیدا کړي طبیعت کې داسې دېر بوټي او دانې شته چې د بېلابېلو ناروغیو لپاره درمل دي. او که مونږ پام وکړو نو هغه درمل چې مونږ یې د کپسول یا هم ګولۍ په ډول اخلو نو د هغوی په ترکیب کې هم له طبیعي بوټو څخه کار اخیستل شوی. دا ځکه چې په طبیعت کې راشنه شوي بوتي د انسان لپاره که کومه ګټه ونه کړي خو ضرر رسونکی هم کېدای نشي. د خیټې چینجي لپاره د درملو مختلف ډولونه شتون لري خو دغه درمل د بدن نورو برخو ته زیان هم رسولی شي. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې دغه ستونزه د تل لپاره په طبیعي ډول حل کولی شي اشنا کوو:.

۱ـ ګازره

ګازره چې په طبعیت کې په څو رنګونو موندل کېږي یو له هغو خوراکو څخه دی چې د خيټې چینجي ورکوي.

دغه خواړه په خیټه کې د چینجیو لاروا په له منځه وړلو کې خورا مهم رول لوبوي. که چیرې د ګازرې اوبه کې لږه اندازه ګبین یا شات  واچوئ نو دغه مشروب په طبیعي ډول د خیټې چینجي له منځه وړي. .په ګازرې کې ویټامین اې هم شته چې زمونږ سترګو ته ګټور بلل کېږي..

۲ـ په خوړو کې د هوږې څخه ګټه اخیستل

هوګه د بې شمیره ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او ګټوره خواړه ګڼل کیږي.او د هوګي په اړه داسې یو اصطلاح شته چې وایي: که تاسې د هوګې له ګټو خبر شوئ نو ځمکه خو لا څه چې به خپل ټټر به یې وکرئ.

هوګه که چیرې له خیټې څخه د چینجي له منځه وړلو لپاره وکارول شي نو ډیره غوره نتیجه ورکوي. اولکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، ورځ تر بلې اوبه په چاپیریال کې د ناپاکۍ په لور دي، دا ځکه چې په ځانګړي ډول د کابل نفوس ورځ تر بلې په ډېرېدو ده، او پاکې اوبه هم د تولو خلکو لپاره د لاس رسی نه دی، چې له امله یې مونږ ګورو چې ناروغۍ مخ په دېرېدو دي.

له ناپاکو اوبو څخه پیدا کیدوونکي ناروغیو لپاره هم د هوګې خوړل تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. کولی شئ د روغتیايي ګټو لپاره هوګه تازه او یا هم له ګبین یا شات سره یو ځای کولو وروسته وخورئ..

۳ـ د  کدو زړي خوړل

د کدو ځیړي کې امینو اسید (Amino Acid)، فټي اسید (Fatty Acid)د ویټامینونه، منرالونه او کاربوهایډریټ شتون لري کوم چې د نورو روغتیايي ګټو سره سره د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره هم ډیر غوره کېدی شي..

۴ـ ترخه خواړه خوړل

په مونږ کې د ترخو خوړو شوقیان ډېر شته چې د خوړو تر څنګ لا له وچې ډوډۍ سره هم د مرچو خوړل ورته خوند ورکوي، شاید تراوسه به په دې نه پوهېدئ چې له ترخو خوراکو څخه ګټه اخیستل د هغو خلکو لپاره چې د خیټې چنجیان لري دېر غوره دي.

نو د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره ترخه خواړه زیات استعمال کړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.