The news is by your side.

کندهار ښار یوې بشپړي خاموشی ته تللی

پدې ولایت کې د یادي ناروغۍ د مخ نیوي په موخه د احتیاطي ګامونو په ترځ کې د کندهار ښار د عمومي قرنطین نن دوهمه ورځ ده.

کندهار ښار د عمومي قرنطین په دوهمه ورځ  یوې بشپړي خاموشی ته تللی او د تېر خلاف د ښار ټول دوکانونه او مارکېټونه تړل شوي.

پوليس د ښار په عمومي ننوتونکو لارو کې کلکه څارنه کوي او ښار ته له اړتیا پرته د ننوتونکو کسانو مخه نیسي.

پوليس یوازي محدودو وسایطو ته د داخلیدو اجازه ور کوي.

په کندهار کې د کرونا پرضد د مبارزې ولایتي کمېټه وايې چې دغه قرنطین به یوه اونۍ دوام وکړي خو د شپې له ۱۲ بجو څخه بیا د سهار تر ۶ بجو پوري ښار پرانیسی وي.

د کندهار والي حیات الله حیات خبریال ډاټ کام ته وويل چې په کندهار کې د کروناویروس ناروغۍ مخ پر زیاتیدونکې پېښې د اندېښنې وړ دي او د حل لارې په توګه يې د ځينو ګامونو پر پورته کولو پریکړه شوې ده.

د کندهار ښار اوسیدونکې هم د کرونا ساری ناروغۍ د مخ نیوي لپاره د ښار د قرنطین هرکلی کوي خو وايې چې حکومت دي د هغو اړمنو کورنیو لاس نیوی وکړي چې له دې کبله اوس بې کاره شوي او مخکې يې په ورځنۍ مزدوری د خپلو کور پالنه کول.

دغه راز کندهار ته د ګاونډيو ولایتونو څخه د سفر کولو د لارو په اړه لاهم وروستۍ پریکړه نه ده شوې. خو کندهار ښار ته له هرات، فراه او نیمروز ولایتونو څخه راتلوونکي مسافر پر یاده لویه لار باندې پوليس څاري او د سپرلۍ موټر يې له کندهار ښار څخه د کابل لويې لارې ته تېره وي.

بلي خواته د کندهار ښار اوسیدونکي او روغتیايي کارکوونکي هم د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالي ته ډير اندېښمن دي او وايي چې په مخ نیوي کې يې باید پر اغېزمنو لارو چارو باندي کار وشي.

په کندهار کې د کرونا ناروغانو شمېر په وروستی اونۍ کې په بې ساري ډول لوړ شوی چي د یادي ناروغی د لا پراخیدو په اړه يې اندېښې زیاتي کړي.

خو روغتیايي چارواکې وايې چې د کرونا له وژونکې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره پر طبي لار ښونو باندي عمل تر ټولو غوره لار ده.

یادونې وړ ده چې د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

 

هېواد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.