The news is by your side.

کاپیسا کې سلګونه هکتاره ځمکه سېلابونو لاندې کړې

خبریال وېب پاڼه/د کاپیسا ولایتي چارواکي وایي چې سېلابونو په دغه ولایت کې سلګونه هکتاره ځمکه او د استونګنې کورونه زیانمن کړي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د کاپیسا ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او اورښتونو له امله را وتلو سېلابونو ۱۸۳ د استوګنې کورونه او شاوخوا ۶۵۰ هکتاره زراعتي ځمکه زیانمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او اورښتونو له امله د سېلابونو د را وتلو خبرداری هم ورکړی ؤ. په دغه ولایتونو کې کابل، هرات، بادغېس، فراه، غور، ډایکونډي، ارزګان، فاریاب، وردګ، جوزجان، سرپل، بلخ، بامیان، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، پنجشیر، غزنی، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، خوست، پکتیا، لوګر، کنړ او نوریستان شامل وو.

پرون په پنجشیر ولایت کې هم د واورې او غر ښویېدنې له امله یو شمېر کورنۍ زیانمې شوې وې او ځینو کسانو ته یې مالي تلفات اړولي وو. په دغه پېښې کې لس کورونه، یو جومات او دوې هټۍ زیانمنې شوې وې. د پنجشیر د والي ویاند محمد منصور عنابي ویلي وو چې د واورې او غر ښویېدنې دغه پېښه د آبشار ولسوالۍ په پرنګال سیمه کې را منځته شوې وه، چې په دغه پېښه کې دوه موټر هم ویجاړ شوي وو.

تر هغې د مخه په لغمان کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي وو. له تېرو دوو ورځو را هیسې په پلازمېنه کابل کې هم وخت په وخت ورېږي.

عام خلک وروستیو ورښتونو سخت اندېښمن کړي دي او له کرونا وبا وروسته د بارانونو پر وړاندې د خلکو حوصلې تنګې شوې دي. هخوا د عامې روغتیا وزیر هم موده مخې وویل چې په هېواد کې د روانو بارانونو له امله د کرونا د چټک خپرېدو امکان زیات دی.

کرونا تر دې مهاله په ټول هېواد کې تر ۲۵ زیات کسان وژلي دي او شاوخوا ۸۴۰ کسان ورباندې اخته دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې چې زیاتې یې زیاتې (۳۷ په کابل او ۱۱ یې په هرات) ولایتونو کې ثبت شوې دي.

هر کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله ګڼ کورونه او د حاصلاتو ځمکې زیانمنې کېږي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د لاسرسي په چارو کې د دولت له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د کاپیسا ولایت هغو کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي چې له دغه سېلابونو څخه زیانمنې شوې دي. ویل کېږي په دغو سېلابونو کې چا ته د سر خطره اوښتې نه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.