The news is by your side.

د چرګانو د غوښې او هګیو بيه دوه برابره لوړه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د لبنياتو ټولنه وايي له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو د بندېدو له امله په هېواد کې د چرګانو د هګيو او غوښې بيه لوړه شوې ده

د کابل او یو شمېر ولایتونو بازارونو کې د چرګانو غوښې او هګیو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي پر سوداګرو نیوکه کوي چې د کرونا ویروس او د روژې میاشتې را رسېدو سره سم، په عمدي توګه یې د چرګانو هګیو بیه لوړه کړې.

خو د لبني توکو ټولنه وایي چې بهرنیو هېوادونو څخه د هګیو وارداتو درېدلو امله هېواد کې یې بیه لوړه شوې ده.

له دوو اوونیو راپه دې خوا په کابل ښار کې د چرګانو هګیو بیې دوه برابره زیاتوالی موندلی دی.

یوه هګۍ اوس په یوولس افغانۍ په بازار کې پلورل کیږي د کابل ښار اوسیدونکي سوداګرو څخه نیوکه کوي چې په یوه وار یې د هګیو بیه لوړه کړې ده.

خو سوداګر وايي چې د ایران او پاکستان څخه د چرګانو هګیو وارداتو درېدو سره بیا بیو زیاتوالی موندلی دی.

د چرګانو فارمونه بیا د کورنیو بازارونو غوښتنې نه شي برابرولی.

د لبني مواد ټولنې مرستیال د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه نیوکه کوي چې دې وزارت افغانستان د چرګانو هګیو تولید کې اتیا سلنې ځان بساینې سره اعلان کړ خو اوس بیا کورني فارمونه د شل سلنې تولید توانايي نه لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه له موږ سره خبرې وکړي.

افغانستان بیا د لنبې موادو اړتیا ډیری برخه د ایران او پاکستان څخه واردوي اوس بیا د دې دواړو هېوادونو د وارداتو کچې دوه برابره کموالی موندلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.