The news is by your side.

وسلوالو طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه

خبریال وېب پاڼه/د طالب اورپکو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ولسمشر لخوا د اوربند وړاندیز رد کړ.

د دغې ولسوالې ډلې ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي چې په اوربند کې حکومت ته ګټه ده او دوی نه شي کولی دا فرصت ورکړي. مجاهد زیاتوي چې د سولې پر وړاندې خپله حکومت خنډونه جوړوي.

دا په داسې خال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني له طالب اورپکو څخه وغوښتل چې د کرونا له امله تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي. تر هغه وړاندې نړیوالې ټولنې او امریکا هم له دغې اورپکې ډلې څخه د اوربند غوښتنه کړې وه خو د هېچا غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د تېر لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ستر منځ د سولې لومړنی هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې یې طالب اورپکو پر امریکایي لوري خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېښود او تمه وه چې نور به د مسلمان د مسلمان پر وړاندې په یو هېواد کې د ټوپک ماشه برابره نه کړي خو دغې وسلوالې ډلې دا کار هم وکړ او پر افغان امنیتي ځواکونو باندې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او د عامو افغانانو هغه شک چې د مسلمان پر وړاندې به طالبان وسله نه پورته کوي، غلط ثابت کړ.

همدا نن یې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۲۴ افغان سرتېري شهیدان کړي دي. په ورته وخت کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د طالبانو لخوا جګړه روانه ده. حکومت که څه هم د کرونا پر وړاندې مبارزې ته خپل تمرکز زیات کړی خو بیا هم له طالب اورپکو سره جنګېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې که دولت سولې ته ژمن وای نو په وینا یې د دوی بندیان به یې خوشي کړي وو او د باور فضا به یې را منځته کړې وی خو د امنیت شورا د معلوماتو له مخې تر اوسه د دغې وسلوالې ډلې شاوخوا ۳۶۰ کسه بندایان خوشي شوي دي او ویل کېږي په راتلونکو ورځو کې به دغه شمېره تر ۱۵۰۰ پورې رسوي.

طالب اورپکي وروسته له هغه را پارېدل چې حکومت یې د هغو بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ چې په لویو بریدونو او جنایتونو کې لاس لري خو دغې ډلې د همغو بندیانو د خوشي کولو لپاره ټینګار کاوه.

عام افغانان هم د طالبانو په نیت باندې شکمن دي او وایي چې طالب اورپکي ښایي د یوې بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي ځکه خو په هېواد کې تاوتریخوالی نه کموي.

ویل کېږي له امریکا سره د طالبانو له لومړنۍ هوکړې را په دېخوا چې شاوخوا یوه میاشت یې کېږي، ۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان شوي هم دي.

حکومت اندېښنه لري چې د طالب اورپکو تر ولکه لاندې سیمو کې د کرونا له امله کومه بشري فاجعه را منځته نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.