د طالبانو په منځ کې د کرونا ستره فاجعه
خبریال وېب پاڼه/ په تازه خپرو شويو راپورونو کې راغلي، چې په تېرو ٧٢ ساعتونو کې یوازې، په پکتیا، هلمند، بادغیس، غزني، بغلان او وردګو ولایتونو کې د طالبانو په منځ کې د کرونا ٤٧٦ مشکوکې پېښې ازمویل شوي.
ځیني سرچینې وايي ، له دې ډلې د ١٢٥ طالبانو د کرونا ناروغۍ پایلې مثبتې دي. چې په یادو ولایتونو کې، په پکتیا کې ٣١، هلمند کې ١٣، بادغیس کې ٤٠، غزني کې ١٧، بغلان کې ١٥ او وردګو کې ٩ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
هغه سرچینه چې موږ ته یې معلومات راکړي ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې طالب مشرانو د نورو طالبانو د معاینه کولو اجازه نه ده ورکړې.
ځیني د طالبانو د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له دې هم زیاتېدونکی ښیي او د دوی پر وینا چې دا به د طالبانو لپاره یو ستره فاجعه رامنځته کړي، چې ان تصور به یې هم نه شي کېدی.
بل لور د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په کوېټه او پښتنوخوا کې مېشت طالب وسلوال چې ډېری یې د افغانستان د هلمند، زابل، کندهار او پکتیا ولایتونو دي، د کرونا پر وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.
اوس د پاکستان پوځ په زور پر کرونا ناروغۍ اخته طالبان له ډیورنډ کرښې دې غاړې افغانستان ته رالیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش په نړۍ او ځانګړې توګه په افغانستان کې د کرونا د مخنیوي لپاره هم څو ځلې له طالب جنګالیو او نورو وسلوالو ډلو د اوربند غوښتنه کړې ده.
او په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کرونا د مخنیوي او د برحاله کرونایي وضعیت د مهار په موخه په وار وار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.
خو طالبانو لا هم د اوربند غوښتنې نه ده منلې او په ډاګه نه ده، چې په طالبانو کې د کرونا وبا له را ګډېدو او د احتمالي سترې فاجعې رامنځته کېدو سره به هم طالب مشران د اوربند غوښتنه ومني که نه؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.