The news is by your side.

پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې د صنعتکارانو ستونزو ته د حکومت نه پاملرنې له امله په دې ولایت کې تر ۲۰ زیاتې فابریکې تړل شوې دي.

د پکتیا ولایتي مسؤولین وایي یاد پارک لومړۍ برخه په زر جرېبه ځمکه کې جوړیږي، د مسؤولینو په خبره زیات شمېر تجارانو ورته د صنعتي پارک کې د فابریکو جوړلو په پار خپل غوښتنلیکونه سپارلي او ډېر ژر به ورته په ښارګوتي کې د ځمکې وېش پیل کړي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا غړي او صنعت کاران وایي د دې ښارګوټي د ځمکو قیمت لوړ دی چې پر صنعتي برخه باندې به یې منفي اغېز ولري.

اوس تازه په دې ولایت کې د صنعتي ښارګوتي د جوړېدو کارونه پیل شول د مسؤولینو په خبره د یاد ښارګوټي لومړۍ برخه په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې په کې به شاوخوا ٤٠٠ فابریکې به جوړې شي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي تر یو کال پورې به یاد ښارګوتي ته برېښنا ورسیږي او د پارک جوړېدو کارونه به بشپړ شي او فابریکې به په کار پیل کوي.

په ښارګوټي کې د یو متر مربع ځمکې قیمت ۱۴،۵ ډالره د حکومت لخوا اېښودل شوی.

صنعتکاران وایي دا ډېر لوړ قیمت دی چې په اسانۍ سره نه شي کولی دوی د فابریکو لپاره په کې ځمکې راونیسي، د دوی په خبره یاده چاره پر صنعت منفي اغېزې لرلی شي.

د ځمکې د قیمت د لوړوالي تر څنګ د برېښنا او امنیت نه شتون هغه څه دي چې د دې ولایت صنعتکاران یې غوښتونکي دي.

صنعتکارانو او د سيمې اوسېدونکو پر صنتعي پارک د کار پیلېدل د پکتیا د خلکو د یوې لویې هیلې ترسره کېدل یاد کړل چې د دې ولایت په اقتصادي رشد او صنعتي کېدو کې به ډېره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې مسؤول نصیر عالمیار وایي چې د یاد ښارګوتي کې د فابریکو په جوړېدو سره به ۴۰۰۰ هغو کسانو ته زمینه برابره کړي چې بېکاره دي.

د مسؤولینو په خبره پکتیا کې ۸۰ لویې او کوچنۍ فابریکو تولید کاوه خو په تېر یو کال کې د ځینو ستونزو له امله تر ۲۰ زیاتې فابریکې تړل شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.