The news is by your side.

د افغان ماشومانو په تړاو د يونسېف اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، افغانستان کې ١٤,٨ ميليونه کسان د خوړو خونديتوب نه لري او خوړو ته سخته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق يا يونسېف په خپل راپور کې ليکلي چې په دې برخه کې ښځې او کوچنيان ډير زيانمن شوي دي.

دې راپور کې راغلي، يونسېف هڅه کوي چې د خوار ځواکۍ مخه ونیسي او هڅه کوي چې پر خوار ځواکۍ د اخته کوچنيانو درملنه وشي.

ورته وخت کې د يونسېف خبرداری ورکړی او ليکلي يې دي، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د مخنیوي په موخه د قرنطين له امله ميليونونه کوچنيان اغېزمن شوي دي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې ټوله نړۍ کې ١,٥ ميليارده کوچنيان او نوي زلمکيان د کرونا ويروس له امله اغېزمن شوي او ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې شوي دي.

بل خوا بیا یونان ۱۲ افغان او سوریي بې‌ کسه ماشومان لوګزامبورګ ته ولېږل.

یونان د چهارشنبې په ورځ د ۱۰ افغان ماشومانو په ګډون د پناه غوښتونکو یوه ډله لوګزامبورګ ته ولېږله.

یوناني چارواکي وايي چې په دې ډله کې ټول ۱۲ تنه ول چې عمرونه‌یې له ۱۱ تر ۱۵ کلونو پورې دي. د دې ډلې ۱۰ تنه‌یې افغانان او دوه نور سوریایان دي.

تمه ده د کډوالو یوه بله ۵۰ کسیزه ډله چې بې‌ کسه ماشومان دي د شنبې په ورځ له اتن څخه جرمني ته واستول شي او ۲۰ تنه نور به په یوه بله نېټه چې یادونه‌یې نه‌ ده شوې، سوېس ته ولېږل شي.

یونان هیله ښيي چې په راتلونکو میاشتو کې به شا اوخوا ۱۶۰۰ نور بې‌ کسه ماشومان نورو اروپایي هېوادونو ته ستانه کړي.

د یونان د کډوالو چارو وزارت مرستیال د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دا ګام د کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د اندېښنو له کبله اخیستل شوی دی.

نوموړي ویلي که څه هم د پرونیو لېږل شویو ماشومانو شمېره لږ ده، خو وایي یو قوي پیغام نورو ته ورکوي چې د لوګزامبورګ په څېر اقدامات تعقیب کړي.

دا مهال د افغانستان، عراق او افریقایي هېوادونو لږ تر لږه ۵۲۰۰ کډوال ماشومان د یونان په کمپونو کې ژوند کوي چې د ډېریو د ژوند حالات سخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.