The news is by your side.

بامیانو کې د ځمکو غصب زور اخلي

خبریال ډاټ کام: د مرکزي ولایت  باميانو اړوند چارواکي وايي، په تېره يوه مياشت کې يو شمېر زورواکو دولتي ځمکې غصب کړي او په خپل سر يې په کې ودانۍ جوړې کړې دي.

دغه زور واکي په کریم خلیلي، محمد محقق او نور اکبري پوري تړلي کسان دي.

د ځمکو او ښار جوړولو اداره په دې ولايت کې عدلي او قضايي بنسټونه په بې‌غورۍ او له غاصبانو په طرفدارۍ تورنوي او وايي چې په دې ولايت کې هېڅ غاصب نه دی محاکمه شوی.

د باميانو امنيې قومندان ويلي يوازې په روانه حمل مياشت کې ۱۴ مورده چې دولتي ځمکې غصب کېدې مخه نيول شوې او غاصبان يې هم عدلي او قضاي بنسټونو ته پېژندل شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندان صادق مرادي وايي، د مسوولو بنسټونو نه همکاري لامل شوې چې د ځمکو غاصبان په دې ولايت کې تاريخي او دولتي ځمکې غصب کړي.

شمیري ښيي چې دغلته له تیرو څو کلونو راهیسي نږدې ۲۶۵۰ جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې وه.

د باميانو اوسېدونکي وايي چې سيمه‌ييزه اداره يې د مخنيوي توان نه لري؛ خو د ياد ولايت د استيناف محکمې رياست مسوولان وايي، يوازې هغه دوسيې د یادرې ادارې له لوري رد شوي چې په سمه توګه يې څېړنه نه ده شوې.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance