The news is by your side.

غور کې طلایي ویښتانه پيغله څه کوي

خبریال ډاټ کام:

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په يوې لرې پرته سيمه کې د ونو  د شنو پاڼو منځ کې د  زیړو وزغنو لرونکې مېرمن چې شنې سترګې لري او  انګریزي کتاب يې په لاس کې دی د ښوونځي پر لور روانه ده.

 د دغې پيغلي نوم مونيکا ده؛ هغه مېرمن چې څو مياشتې کېږي پولنډ هېواد يې خوشې کړی او د افغانستان غور ولايت ته د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره راغلې ده.

دا پولنډۍ نجلۍ  ۲۸ کاله عمر لري، چې ۵ میاشتې وړاندې افغانستان ته راغلې او د غور د لعل‌اوسرجنګل ولسوالۍ یوې لرې پرتې سیمې ته تللې، ترڅو د دغې سیمې ماشومانو ته په وړیا ډول تدریس وکړي.

مونیکا چې د لعل‌اوسرجنګل ولسوالۍ یوې خصوصي لېسه کې د انګلیسي ژبې تدریس کوي وايي، یوازینی لامل چې هغه یې افغانستان ته راوستې، افغان ماشومانو ته خدمت کول او د دغه هېواد له خلکو او د هغوی له رواجونو سره بلدتیا ده.

د دې په وینا، که څه هم د رسنیو له لارې یې د دولت د مخالفو وسله‌والو ډلو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په اړه يې خبرونه اورېدلي؛ خو بیا یې هم اراده کې بدلون نه دی راغلی او افغان ماشومانو ته د درس ورکولو لپاره غور ولایت ته تللې ده.

مونیکا وايي، رسنيو افغانستان بل ډول معرفي کړی؛ خو داسې نه ده: « خبرونو کې ډېری وخت منفي اړخونو ته انعکاس ورکول کېده، تل د طالبانو د جګړو خبرې وې. ما غوښتل راشم له نژدې یې وګورم، چې دا څنګه یو هېواد دی او د دغه هېواد خلک څنګه دي رواجونه یې څه دي.»

نوموړې وايي، دا چې غور ولایت ته راغلې او د دغه ولایت ماشومانو ته انګلیسي ور زده‌کوي، ډېره خوشاله ده، ځکه د دغې مېرمنې په اند، اوسني عصر کې د انګلیسي ژبې زده‌کول یوه جدي اړتیا ده او کوم کسان چې په انګلیسي پوهېږي، کولای شي د زده‌کړو دوام لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

د هغې په وینا، دغه کار په خپله خوښه ترسره کوي او خوشحاله ده چې کله د لرې پرتو سيمو ماشومان ګوري په ډېره مينه د زده‌کړو لپاره هڅه کوي.

څو ساعتونو لپاره له هالنډۍ مېرمنې سره پاتې شولو، ومو ليدل چې څنګه يوه بهرنۍ مېرمن له کليوالي ژونده خوند اخلي. مونیکا وايي، ټول هغه سهولتونه چې یې خپل هېواد کې درلودل، خوشې کړي او راغلې ترڅو کلیوالو خلکو سره ژوند وکړي او ماشومانو لپاره خدمت وکړي.

مونیکا مېرمن په دې باور ده، چې ښوونه او روزنه کې پرمختګ د لا ډېرو ښوونځیو رامنځته کولو لامل کېږي او پایله کې یې ډېری ماشومان کولای شي د ښوونې او روزنې له نعمت نه ګټه پورته کړي.

زده‌کوونکي ګورو چې په ډېر شور او مينې سره له خپلې ښوونکې راتاو دي او له هغې سره خبرې کوي. له يو شمېر زده‌کوونکيو سره مو خبرې وکړې. دوی خپله بهرنۍ ښوونکې پرښته ګڼي او وايي، له دغې مېرمنې سره کولای شي په ډېرې اسانۍ سره  درس زده‌کړي.

مونیکا د پولنډ پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي فارغه شوې، چې یوه تجربه‌کاره ښوونکې ده.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.