The news is by your side.

په هېواد کې ډېری کرونا ځپلي ځوانان دي

خبریال وېب پاڼه/په افغانستان کې د تر دې مهاله د کرونا وباد روغتیا  له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي چې یوه لویه برخه کې ځوانان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې کرونا تر ډېره د زیات عمر لرونکي انسانان چې کمزوری معافیتي سیستم لري، لاندې کوي او د مړینې امکان یې هم زیات دی خو په افغانستان کې دا تر دېره سم نه دي ثابت شوي.

تر دې دمه په ټول هېواد کې شاخوا ۸۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې کې د ۳۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده او تر ۵۴ پورې نور ناروغان ورڅخه بېرته رغېدلي دي. په لومړیو کې انګېرنې داسې وې چې ګواکې د افغانانو معافیتي سیستم د نورو هېوادونو د اتباعو په پرتله ځواکمن دی نو ځکه خو کرونا زیات اغېز ورباندې نه کوي خو ویل کېږي په ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو کې لویه برخه یې ځوانان دي.

هېواد ته په لومړي ځل د کرونا وبا د ایران له پولو را واوښته او په څه د پاسه دوو میاشتو کې یې له کابل سربېره د هېواد شاوخوا ۲۸ ولایتونه ولړل.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کویډاـ۱۹ ډېری ناروغان یې له ۲۰ تر ۴۰ کلونو د عمر خاوندان دي. تر دې مهاله په وژل شویو کسان کې د دریو ډاکترانو په ګډون ډېری کسان یې په همدې کټګورۍ کې وو او پرې اخته کسان هم تر ډېره ځوانان دي.

د عامې روغتیا د تازه معلوماتو له مخې په ثبت شویو ۸۴۰ مثبتو پېښو کې ۷ کسان له لسو کم عمر لري، ۵۹ کسان له لسو تر شلو کلونو عمر لري، ۲۵۶ ناروغان له ۲۰ نه تر ۲۹ کلونو عمر لري او ۲۳۱ کسان یې بیا له ۳۰ نه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري.

په یاده شوې شمېرنه کې په هرو لسو کسانو کې شاوخوا دری تنه یې ښځې دي چې په عمومي کچه ۲۶ سلنه ښځې کېږي او تر ټولو مهمه دا چې تر ۴۰ د بره عمر خاوندان له سره په کې شته نه دي.

ځینې روغتیايي پوهان وایي چې ناروغانو ته په روغتیایي مرکزونو کې نه پاملرنه د زیاتې مړینې لامل شوې ده کنه په وینا یې ښایي د نړۍ په کچه د مړینې ګراف دلته نور هم ټیټ وای ځکه ډېری ناروغان ځوانان دي او د دوی د بندن معافیتي سیستم قوي دی او په آسانۍ سره میکروب ورباندې اثر نه کوي. خو په ورته وخت کې د ناروغانو بېغورۍ ته هم ګوته نیسي او زیاتوي چې ډېری ناروغان تر هغه وخته روغتون ته مراجعه نه کوي، څو یې چې د ناروغي زیات پرمختګ و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کرونا له امله د کابل د یوه خصوصي روغتون ځوان ډاکتر د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکړ چې د نوموړي مړینې او د روغتیایي مرکزونو بې پروایۍ هېوادوال را وپارول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance