The news is by your side.

کرونا ځپلې امریکا ته د روس او ایران پاروونکي عملونه

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا ځپلې امریکا ته په ایران او روسیې پاروونکي عملونه ترسره کړي دي.

په داسې حال کې چې امریکا د یوې ترخې او بیولوژیکي جګړې په لومو کې را ګیر ده او د نړۍ تر بل هر هېواد یې د کرونا وبا له امله زیات رنج لیدلی دی، روسیې او ایران داسې پاروونکي اعمال ترسره کړي چې د یو نوي جنګ بوی ترې ځي.

که څه هم کرونا یوازې امریکا نه ده ګواښلې بلکې ټولې نړۍ ته یو لوی سرخوږی جوړ شوی دی خو په لویه کې یې د امریکا لپاره په تېره څه د پاسه نیمه پېړۍ کې یې تر بل هر وخت زیات تاوان وکړی دی. په دغه هېواد کې تر دې دمه شاوخوا ۳۳ زره کسان د کرونا له امله وژل شوي دي او څه د پاسه ۶۵۲ زره کسان پرې اخته دي.

د امریکا لپاره په همدې غمګین چاپېریال کې د دغه هېواد سرسخت دوښمن ایران دوه ورځې مخکې په فارس خلیج کې د امریکایي سمندري ځواکونو پر وړاندې پاروونکي کارونه کړي دي. د ایران انقلابي ګارد وړو بېړیو د امریکايي هغو ته داسې مانورې کړې دي چې پاروونکې او کرکجنې بلل شوې دي.

د امریکا پنتاګون د ایران د دغو فعالیتونو لنډه ویډیو هم خپره کړې ده چې دوی ته څو ځله په پاروونکي انداز ور نیږدې کېږي. وړمه ورځ امریکایي چارواکو ایران ته ګوت څنډنه هم کړې وه چې که وړه تېروتنه هم وکړي، لویه بیه به پرې کوي. د ایران او امریکا اختلافات وروسته له هغه ترینګلي شول چې امریکا په عراق کې د سپاه پاسداران مشر قاسم سلیماني وواژه او امریکا ته یې د ورته تاوان ورکولو ګواښ هم کړی ؤ.

بل پلو روسیې چې د امریکا پر وړاندې یې سیاست تل توند وي، د مدیترانې سمندر پر سر نړیواله فضا کې د امریکا د P_8A څارګرې الوتکې پر وړاندې د جېټ په وسیله پاروونکي او خطرناک پروازونه کړي دي.

امریکا د دغې دواړو هېوادونو پاروونکو اعمالو اندېښمنه کړې ده او روسي چارواکو ته یې په دې هکله شکایت هم کړی دی.

هخوا شمالي کوریا هم د جاپان سمندر ته لنډ واټن ویشتونکی کروز توغندی ګوزار کړی دی. له شمالي کوریا یوه ورځ وروسته روسیې هم د سټلایت ضد توغندي ازموینه کړې ده.

دا چې د امریکا دغو دریو سرسختو سیالو هېوادونو ولې د کرونا وبا په دې وېر لړلې نړۍ کې دا کارونه کړي دي، لا څرګنده نه ده خو له امریکا سره وخت ناوخت په دا ډول پاروونکو اعمالو کې را ګیر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کرونا له امله له سخت اقتصادي کرکېچ سره مخ ده. دغه اقتصادي قدرت کرونا ویروس له خورا ویرجن حالت سره مخ کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.