The news is by your side.

پکتیا کې د غوزانو ځنګلونه بیا رغیږي

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او غوزانو یا چهارمغزو د ځنګلونو له بډایو ولايتونو څخه شمېرل کیږي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دی.

د له منځه تللو یو ستر لامل يي دا دی، چې ډول ونې او بوټي په خپل سره وهل کیږي او له منځه وړل کیږي.

پکتیا کې د غوزانو شا او خوا ۶۰ زره نیالګي کېنول شوي، د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې لپاره هڅې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې لپاره یې د غوزانو ۵۸ زره او ۳۳۵ نیالګي اېښي دي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسواليو کې د غوزانو ۵۲ زره نیالګي کېنول شوي دي او دغه راز د دې ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې د غوزانو شپږ زره او ۳۳۵ نیالګي اېښودل شوي دي او ۱۳ زره او ۶۶۵ نیالګي به د روان کال په مني کې کېښودل شي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر محمد الدین مومند په يادو ولسواليو کې د غوزانو د کېنولو پروژه يوه بنسټیزه او اړینه پروژه ياده کړه او ويې ويل چې د ځنګلونو په بیارغونې او پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د دې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورنۍ قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.

د پکتیا د کرنې رياست وايي، په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.

دغه نیالګي د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسواليو کې کېنول کیږي.

په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند په خپلو خبرو کې وویل، چې د يادو نیالګيو له ډلې څخه ۲۳۰۶۰ نیالګي یې د احمد اباد په ولسوالۍ کې او ۲۸۹۴۰ نیالګي یې د سیدکرم په ولسوالۍ کې کېنول کيږي، چې له امله به يې ۲۶۰۰ جریبه سیمه بیا ورغول شي.

جلغوزي او غوزان د افغانستان هغه صادرات دي، چې په نړیوالو بازارونو کې پر خورا لوړ قیمت پلورل کیږي او ښه مارکېټ لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.