The news is by your side.

ښځه پلارګنۍ کره کرنتن، مېړه بل واده وکړ

خبریال وېب پاڼه/د کرونا ویروس له امله غځېدلي کرنیتن کې هوه هندي خاوند د خسر په کور کې د ښځې د کرنتین کېدو له امله له بلې ښځې سره واده وکړ.

په بټنا ولسوالۍ کې چې د هند له بهار ایالت سره تړاو لري، یوه مېړه وروسته له هغه دویم واده وکړ چې ښځه یې د کرونتین له امله د پلارګنۍ په کور کې بندي پاتې وه. د دکن کرونیکل ورځپاڼې د راپور له مخې د پلي کنج سیمه کې د دهرج کمار ښځه له ګرځبندیز اعلانېدو د مخه بل ښار ته چې هلته یې د پلار کور دی، تللې وه خو کمار یې د نشتون په تنهایۍ کې بله ښځه کړې ده.

پولیسو په ټول هندوستان کې د کرون اویروس له امله د دغه هېواد د لومړي وزیر امر چې د را روانې مې میاشتې تر دریمې نېټېپورې به ټول په خپلو کورنو کې تم کېږي، سخت امنیتي تدابیر نیولی دي او که څوک سرغړونه وکړي، له وهلو او ډبلو را پیل تر زندان او نغدي جریمې پورې د سزا مستحق کېږي.

په دغه دغه میلیاردري هېواد کې وخت ناوخت ډېر عیب کارونه کېږي. څه پاسه یوه میاشت مخکې کله چې د کرونا ویروس د هند پولې هم کرا کړې، په دغه هېواد د هندویېزم یوې مذهبي ډلې د غوا بولې (میتیازې) وڅښلې او ویل یې چې دا د کرونا ویروس ضد دي او له څښاک وروسته یې کرونا نه شي کولی د دوی ژوند ته کوم ګواښ جوړ کړي.

په هند کې سلګونه مذهبونه استوګن دي او په نړیواله کچه د خپلواکۍ یوه ځانګړې بېلګه ده چې سره له سلګونو مذهبي ادیانو بیا هم په کې دتاوتریخوالي ګراف ډېر ټیټ دی او خلک یې د آرامۍ او سوکالۍ په فضا کې ژوند کوي.

تېره میاشت د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر پ ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړ چې د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴ پای ته رسېده خو د کرونا له متواتر تهدید سره د هند حکومت دغه کرنتین د ۱۹ ورځو لپارهنور هم وغځاوه او پولیسو ته یې امر شوی چې هېڅوک له کورونو د باندې را و نه وځي.

هند له چین وروسته د نړي په کچه دویم پر نفوذه هېواد دی چې تر یو ملیارد زیاد نفوذ لري او اقتصاد پوهانو په وینا که په دغه هېواد کې مذهبي محدودیتونه نه وای، ښایي تر چین یې ښه اقتصاد لرلی، خو کرونا وب په ټوله نړۍ کې اقتصادي انزوا را منخته کړې ده او د نړۍ ستر اقتصادي هېواد امریکا هم په ملیاردونو ډالره زیان کړی دی.

ویل کېږي د دهیرج کمار لومړۍ ښځې تر خبرېدو وروسته پولیسو ته عریضه کړې ده چې اوس کمار د پلټنو لپاره تاڼې ته ور بلل شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.