The news is by your side.

دولت ته د کورونا لپاره د لنډې ملي تګلارې وړاندیزونه:

خبریال وېب پاڼه/ ١- کورونا معالومه کړئ، ورپسې شئ او له هغه ځايه یې خورېدلو ته مه پرېږدئ، يعنې ناروغ په کور کې او د ناروغۍ سيمه په هيواد کې
قرنطين کړئ.

٢- د ناروغۍ پراخه خپرېدل تر ګرميو پورې وځنډوئ دا کار به د ټول ولس په کچه په دواړو ملي ژبو کې د رسنيو د سمې او پراخې کارونې په مرسته د ناروغانو ټوله شمېره د ناروغۍ تر تاو کرښې او منحني لوړېدلو ته پرې نه ږدي او په دې ډول به په روغتونونو باندې دناروغانو پېټى سپک کړي.

په دې حساب بيا هم خلک په پراخ ولسي پوهاوي د سنباليدلو سره مه پرېږدئ، چې د ناروغۍ سيمې ته ورشي او يا دې د ناروغۍ له سيمې نه ووځي. (بيا هم قرنطين)

٣- د ناروغۍ څېړنه وکړئ، د ناروغۍ د معالومولو سم او معياري کېټس په لويه کچه وپېرئ، چې ناروغان ژر معالوم کړي، دې کار ته معيارونه او بيې وټاکئ، په دولتي روغتونونو کې ېې وړيا وکړئ او چې د چا وس کيږي نو نادولتي روغتونونو او د ځانګړي/خصوصي سکټور روغتونونو او کلېنېکونو ته ېې ولېږئ خو د ازموينې بيه به دولت له وړاندې نه د ځانګړي سکټور او ولسي استازو سره په ګډه سلا داسې ټاکلې وي، چې له دې ټېسټ نه څوک ناروا ګټه ونه کړي او ازموينه د ولس د چوپړ د پاره وکاريږي نه د ولسي چور او تالان د پاره.

همدارنګه د ناروغۍ درملنه، د طب په پوهنځيو، پرائوېټ روغتونونو او علمي کدرونو کې وهڅوئ او په دې ډول د ناروغۍ پراخو څېړنو ته لارې پرانيزئ او هغه داسې چې له دوديزو درملنو او ټوټکو واخله د نویو درملو تر بېلابېلو ازموينو، ټرېلز او ډولونو پورې دې په بېلابېلو ناروغانو باندې دا درملنې او ټرېلز د ډاکټرانو د کلکې څارنې لاندې داسې وازمايل شي، چې ناروغان به د بېلابيلو سيمو او بېلابيلو عمرونو ناروغان وي او ښځې او نر دواړه به په کې وې.

بيا د څېړنو شمېرې راټولې او په انګريزۍ يا لږ تر لږه په دواړو ملي ژبو پښتو او دري کې ېې خپرې کړئ په دې لړ کې له دواړو ملي ژبو نه هېڅ څوک په يوه ملي ژبه هم سترګې نه شي پټولى که دا څېړنې په بلخ او بدخشان کې وشي يا په کابل او کندهار کې خو لږ تر لږه په دواړو ملي ژبو به خپريږي.

که افغانستان دا وس نه لري چې درمل په خپله خوښ کړي او د درملو ټرېلونه په خپله د لوړو علمي او مسلکي ارزښتونو سره سم وکړي يا په واکسينونو باندې کار او څېړنه وکړي چې کېدى شي نه به ېې لري نو په شته نړيوالو څېړنو کې دې ورګډ او ټاله شي. او په دې ډول دې نړيوالو څېړنيزو ادارو او څېړونکو ته ووایي، چې کومو درملنو او يا واکسينو په افغانستان کې کار وکړو. او ولې!؟

دې سره سره د روغتيا او د ناروغانو د پاملرنې هغو سېسټمونو ته هم وده ورکړئ چې په افغانستان کې کارکولى شي.

٤- باوري کړئ چې روغ ډاکټران/ې، نرسان/ې، روغتيا پالان، مل روغتيا پالان، د طبي ازموينو او لابراتوارونو روغ کارکوونکي، روغ طبي تخنيکي کارکوونکي، د روغتونو روغ پاکوونکي/ cleaners او د روغتونونو د اداري برخو روغ کارکوونکي لرئ او هر هغه چا ته چې د ناروغانو سره نېغ په نېغه په کار او اړيکو کې وي خوندي (PPE) کالي او (FF3) ماسکونه او تر پوزکو ورکئ، د کورونا د ناروغانو يونټونه مو بېل کړئ ،له کېږدو او وړو وړو کيږدکيو د Isolation centres يا ناروغ بېلو مرکزونو نه د مېک شېفټ يا کېږدو روغتونونو په توګه کار واخلئ.

د ناروغانو د کورنيو او نورو بې وزلو کورنيو سره په هره سيمه کې د ځايي روزل شویو ځوانانو او پېغلو د يوه منظم والنټير رغون او جوړښت د ادارې لاندې پر له پسې مرستې وکړئ او له ډېرو، مېلمستونونو او جوماتونو نه د دې مرستو د ولسي وېش داسې مرکزونه جوړ کړئ چې په خلکو باندې د قرنطين د آرو سره سم په ټاکلو وختونو کې مرستې داسې وويشي، چې ورسره ټولنيز واټن په پام کې نيول شوى وي او د مرستو ويشونکي او اخستونکي، هېڅ څوک بې تر پوزکه او ماسکه نه وي او نه د ناروغتيا نښې لکه تبه، مرۍ خوږ، ستوماني او ټوخى ولري او د هرې مرستې تر وېشه وروسته لاسونه په تړمو اوبو او صابون لږ تر لږه د شلو ثانيو د پاره ووينځي.

٥- د ځانګړي سکټر پراخه ونډه کره کړئ، دا پېټى يوازې په دولتي اوږو مه پورته کوئ، که د ځانګړي ډګر د جګو فيسونو خبره وي نو له يوې خوا دې د ولسي استازو، د ځانګړي سکټر د استازو او د دولت د استازو يوه ګډه جرګه ګۍ د فيسونو کچه وټاکﺉ او له بل لوري په ځانګړي ډګر باندې ټېکسونه، د درملو، کېټس او سامانونو ماليې او د اوبو او برېښنا بلونه ټيټ کړئ.

٦- د انټرنېټ سروېس پېاوړى کړئ ځکه همدا ېې وخت دى چې د قرنطين د نړيوالو آرونو سره سم زده کړې د لرو زده کړو او حتى د virtual classes بڼه خپله کړي او که کېدى شي نو دولتي او بېنکي سروېسونه او خدمات تر شونې کچې پورې ان لاين بڼو ته واړوئ، تر څو د رسمي دفتري کاغذونو، د ورکو روپو او نوټونو د ورځني ادلون بدلون او اېکسچېنج، چې د کوېډ19 وايرس د لېږد يوه لويه او پټه لاره ده. مخه تر لویې کچې ډب کړو.

٧- د اسلامي هيوادونو، سعودي عربستان او قطر په منځګړیتوب د طالبانو سره د اوربند د پاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړئ چې ټول هېواد د کورونا د مخنيوي او ماتولو د پاره يوه ګډه ملي تګلاره خپله او پلې کړى شي.

په دې لړ کې به ښه دا وي چې ډېر زور د طالبانو سره د اوربند د پاره په هڅو وغورځيږي، تر دې چې د ډاکټر عبدالله سره په خبرو لګيږي په دې لړ کې ډاکټر عبدالله، اسلامي حزب او نور کابل دننه او کابل ميشتي ګوندونه د يوې ګډې ملي روغتيايي تګلارې په جوړولو او پلي کولو کې هم داسې مرستې او يوه ګډ ملي دريځ ته ور وبلئ، لکه څنګه چې طالبان ورته وربلئ ځکه چې د کورونا د وبا د لاسه راغلى ناورين به تر سياسي ناندريو ډېر دروند وي او نه يوازې دا چې هغه به دولت، طالبان او ګوندونه درې واړه له کوم سياسي توپيره پرته وځپي بلکې درې واړو ته به خداى مه کړه يوه تاريخي تور مخي او بدنومي هم پرېږدي.

مننه

ډاکټر محمداکبر اکبر

کېنټ, يو کې (UK)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance