شمي سېلوا: هند کولی شي IPL سریلانکا کې وکړي
خبریال وېب پاڼه/سریلانکایي سپورټي چارواکو د هند کرېکټ بورډ ته په سریلانکا کې د آی پي اېل کولو وړاندیز کړی.
وروسته له هغه چې د هند کرېکټ بورډ د آی پي اېل لوبې تر نا معلومې نېټې پورې وځنډولې، د سریلانکا د کرېکټ بورډ مشر دغه هېواد ته وړاندیز کړی چې د آی پي اېل سوداګریزې لوبې دې په سریلانکا کې وکړي.
د سریلانکا د کرېکټ بورډ مشر شمي سېلوا په خپلو تازه څرګندونو کې په سریلانکا کې د آی پي اېل لوبو د ترسره کېدو لپاره د بشپړ چمتوالي خبره کړې ده.
د کرونا وبا په راتګ سره په ټوله نړۍ کې سپورټي فعالیتونه هم په ټپه درېدلي دي. ټاکل شوې وه چې د تېرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه آی پي اېل پیل شي خو د اپریل ۱۴ مې ته وځنډېد، چې د هندوستان د لومړي وزیر لخوا د ګرځبندیز سره د دریم خل لپاره هم آی پي اېل وځنډول شو خو دا ځل یې نېټه لا څرګنده نه ده چې کله به پیلېږي. دېری کرېکټ پوهان او مشهور مبصرین وایي چې ښایي سږنی IPL و نه شي. ځینې نور بیا وایي چې ښایي وشي او د دې لپاره داسې خبرونه هم خپاره شول چې ګواکې د آسیا جام سیالۍ به ښایي ورته لخوه شي.
تېره ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ هم د دغه خبر په خبرګون وویل چې دوی به پرې نه ږدي چې د آی پي اېل لپاره آسیا جام سیالۍ لغوه او یا وځنډېږي.
آی پي اېل له نړیوال جام را وروسته تر ټولو زیاتې لیدونکې لوبې دي چې له هندوستان سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدونکي او مینوال لري. په تېره یوه میاشت کې د هند کرېکټ بورډ او د آی پي اېل لوبډلو مشرانو څو ځله ناستې کړې دي څو د دغې لوبلړۍ کره نېټه او د لوبو ډول روښانه کړي خو لا هم توانېدلي نه دي چې یو ټول منلي دریځ ته سره ورسېږي.
په دغه لوبلړۍ کې آته لوبډلې دي چې د هندوستان له کورنیو لوبغاړو سربطره د نړۍ مشهور لوبغاړي په دغه لیګ کې لوبېږي. له افغانستان څخه په تېرو دریو کلونو کې محمد نبي عیسی خېل، راشد خان آرمان او مجیب ځدران په دغه لوبلړۍ کې د لوبو کولو ویاړ لري چې تر ډېرو اغېزمن هم ثابت شوي دي. تمه وه چې سږ کال ځوان او تازه دمي توپ اچوونکي نورمحمد اکڼوال ته هم د لوبو چانس ورکړل شي خو وا نه خیستل شو.
د سریلانکا بورډ داسې مهال هند ته په خپل هېواد کې د آی پي ایل لوبو د کوربتوب بلنه ورکوي چې په سریلانکا کې د کرونا ډېرې کمې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.