The news is by your side.

کندهارمهمند روغتون کې (۶) ډاکتران په کرونا اخته شوي‌

خبریال ویب پاڼهدافغانستان د کندهار ولایت په مشهوره او د سهولتونو له مخيتر ټولو پرمخ تللي مهمند روغتون کې (۶) ډاکتران په کرونا ککړ شوي دي‌. شکمنې پېښي ډېري ديخو د ۶ د کرونا نتیجې مثبتي را وتلې دي .

د مهمند روغتون یوه کارکونکي خبریال ویب پاڼې ته وویل چې ډاکترانو هغه مهال ټیسټونه وکړل چې د مهمند روغتون د مالک حاجي صدیق د پلار ټیسټونه مثبت شول .

د حاجيصدیق بابا له بیلا بیلو ناروغیو کړېدو او په روغتون کې بستر کړل شو . د خبریال ډاټ کام سرچینه وايي چې وروسته له هغه چې د حاجيصدیق پلار کې د کرونا نخښيولیدل شوې ټیسټونه ورته وشول او د دغه ناروغ د ټیسټونو د مثبت راتګ وروسته  ۶ ډاکترانو ټیسټونه وکړل چې د شپږ واړو نتیجه مثبته راووته .

دا ډاکتران اوس قرنطین کړل شوی او د مهمند روغتون مالک حاجيصدیق په په خوندي‌ ځای کې ساتليدي .

د مهمند روغتون ګڼو نورو ډاکترانو د کرونا په تړاو د ټیسټونو هڅه کړې ده ؛ خو په کندهار کې د کرونا ټیسټ سینټر کې د موادو د کمښت له کبله دروغتون نورو ډاکترانو ته ټیسټونه نه دي شوي .

د کندهار په مهمند روغتون کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې ډاکترانو بیا بیا د روغتون مالک حاجي صدیق ته ویلي چې روغتون باید وتړل شي؛ خو د روغتون مالک دا خبره نه مني .

موږ هڅه وکړه چې د کندهار د مهمند روغتون نه ددوی رسمي غبرګون تلاسه کړو ،خو ونه توانېدو .

د کندهار ډېری اوسېدونکو په یوه خوله د کندهار له ولایتي ادارې او د روغتیا له وزارت نه غوښتيچې مهمند روغتون ديبند کړل شي .

که څه هم مهمند روغتون په کندهار کې په نورو برخو کې بریالی روغتون بلل کېږي؛ خو د کرونا ناروغي سره د مقابلې په ډګر کې د افغانستان د نور روغتیا ييسیستم په څېردوی هم پرمختلليوسایل او د روغتیا پالانو لپاره اسانتیا وينه لري .

روغتونونه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس د خپراوي او ګڼې ګوڼې مرکزونه دي؛ که په داسي وخت کې هم فعالیت کويچې ګڼ ډاکتران یې له کرونا ناروغي کړېږي ، د کرونا وایرس په خپراويکې لویه ونډه لرلای شي .

   کندهار چې تر هرات او کابل راوروسته د کرونا بل ځپلی ولایت دی ؛ خلک وايي چې حکومت دي د ورته روغتونونو خلاف بیړنی او جدي‌ ګام اوچت کړي . 

        

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.