The news is by your side.

د ژوند شرط مبارزه ده

خبریال وېب پاڼه/ ژوند کول، له مرګ سره مبارزه ده.

انسانان باید د مبارزې اصل له طبیعت زده کړي، طبیعت د ژوندي پاتې کېدلو لپاره تل په کش مکش او مبارزه کې دی.

د انسانانو لپاره هم ژوندي پاتې کېدل له مرګ سره مبارزه کول دي، ژوند له تاسې غواړي، که د ژوند تمه لرﺉ، نو مبارزه خپل دریځ کړئ.

د دې نړۍ د ژوند هره ورځ د مبارزې سره تیریږي. که انسانان دي، هغوی هم د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي او که ټوله نړۍ او طبیعت او په طبیعت کې خواره شیان دي، هغوی هم د ژوندي پاتې کېدو په هڅه او مبارزه کې دي.

زموږ هره ورځ معمولاً د ژوند له ځینو اړتیاوو سره په مبارزه کې تېریږي، لکه موږ چې وږي شو، تر هغې له لوږې سره مبارزه کوو، تر څو د خوړو لپاره یو څه تر لاسه کړو او لوږه مو پرې رفع شي، نو موږ د لوږې پر مهال د مړېدو تر وخته له لوږې سره په مبارزه کې وو.

همدا شان له تندې سره هم، تر څو چې د څښاک لپاره اوبه یا بل څه تر لاسه کوو، تر هغې تنده زغموو، خو د سترلاسه کولو لپاره یې خپله هڅه نه دروو. روژه له دې هر څه سره د مبارزې لپاره یو ښه بېلګه کېدای شي.

روژه کې مسلمانان اوږده موده له لوږې او تندې سره مبارزه کوي، تر څو له ماښام آذان سره سم د لوږې او تندې سره د مبارزې موده هم پای ته ورسیږي.

د مبارزې بله ښه بېلګه ناروغي ده، موږ د ناروغۍ په لنډه/اوږده موده کې، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د رغېدو تر وخته د پرهېز په نوم د ځینو خوراکي توکو د نه خوراک مبارزه کوو، د ځان پاملرنه، د روغتیا ساتنه، د اړتیا پر مهال د درملو خوړل او نور دا هر څه د ناروغۍ په موده کې د ناروغۍ او له منځه تللو یعنې له مړینې سره د مبارزې توکي دي.

که موږ د لوږې/تندې روغتیا/ناروغۍ سره مبارزه ونه کړو، نو له خپله به مو مرګ ته هرکلی ویلی وي.

که د ناروغۍ پر مهال د ځان ساتنه او روغتیا ته پاملرنه ونه کړو، دارو درمل ونه خورو، نو زموږ د بدن دفاعي ځواک کمزوری کیږي او په دې توګه به مو مرګ ته د تسلیمۍ په پار لاسونه پورته کړي وي.

حتی موږ د ژوند له ځینو وړو اړتیاوو سره هم په مبارزه کې یوو.

ځیني وختونه موږ د موسم سره سم یو لړ توکو ته اړتیا لرو، خو که وس مو نه وي، تر هغه وخت له دې حالت سره مبارزه کوو، تر څو اړتیا مو رفع شي، د بېلګې په توګه: د ژمي په موسم کې ګرمو جامو، جاکټونو، بوټونو او ورته نورو توکو ته اړ یو، که موږ یې ونه لرو، یا یې د رانیولو لپاره پیسې ونه لرو، نو تر هغې وخته چې امکانات یې ترلاسه کوو او باید د اړتیا دا توکي پرې را نیسو، له سړو/یخنۍ سره مبارزه کوو.

د مبارزې ځینې واړه لاملونه چې لویې بریاوې تضمینوي:

په لومړیو کې مو هم یادونه وکړه، چې انسانان باید د مبارزې اصل له طبیعته زده کړي.

په دې خو پوه شوئ چې له طبیعته یې باید څنګه زده کړﺉ؟

که نه یاست پوه شوي، ښه زه یې وایم؛

طبیعت تل د بدلون په حال کې دی او له یوه حالت نه بل ته بدلون لپاره په لویه مبارزه کې دی.

ونې بوټي، د ژمي موسم په راتلو سره پاڼې غورځوي، خپله یې نه غورځوي، بلکې د ژمي موسم همدا ځانګړتیا لري، چې ځیني بوټي په کې طبیعت سره تعامل نه شي کولی.

د ژمي په موسم کې که له ونو او بوټو پاڼې غورځي، نرۍ څانګې یې وچیږي یا په ژمني خوب ویدې کېږي، خو ونه تل پر خپل مقام ولاړه وي او له ژمي سره تر هغه وخته په مبارزه کې وي تر څو پسرلي ته بیا ځان را وغوړوي، پاڼې وکړي، څانګې هسکې کړي او مېوه ورکړي.

که چېرې طبیعت د ژمي موسم ته تسلیمېدلو، نو اوس به په طبیعت کې یوه ونه هم نه وه، هغوی به هم غورځېدلې وې.

پر حاصل خېزو ځمکو چې له تېز باران سره سېلاب هم مل شي، نو ټول فصل زیانمن کړي.

همدا شان په طبیعت کې غرونه، دوی هم ځینې وختونه له بدلونونو سره مخامخ وي.

که په جیولوژي کې پوهېږﺉ یا مو لوستې وي، نو پوهېږﺉ به چې غرونو کې اور شیندونکي را منځته کیږي، یا هم په غرونو کې د پټو قیمتي توکو لپاره غرونه کېندل کیږي.

له غرونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره پر غرونو هم ځینې پروسې عملي کیږي. خو که غرونه کیندل کیږي او څه ترې تر لاسه کیږي، نو غر نه کمیږي.

نو که اوس مو پام هم شوی نه وي، چې په طبیعت کې د مبارزې اصل څنګه پروت دی، نو د لیکنې لوستو سره تم اوسئ، په وروستیو کې ستاسې د هیلو موخو او رسېدو لپاره له یو څه یادونه کوم.

په لومړیو کې مو چې د انسانانو د ژوند د هرې ورځې او له اړتیا وړ توکو سره له مبارزې یادونه وکړه، نو که انسان له دې هر څه سره مبارزه وکړي، نور هم پایېدلی شي ځکه دا د مبارزې لپاره ډېر واړه لاملونه دي.

تاسې باید پوه شئ چې ژوند کې له ستونزو سره څه ډول مبارزه زده کړﺉ او عملي یې کړﺉ.

د طبیعت مثال مې ځکه را واخیست چې هغوی د ژوندي پاتې کېدو او موخو ته د رسېدو لپاره ان له انسان هم ښه مبارزه کوي.

موږ ډېر کله چې موخو ته د رسېدو په لار کې له ستونزو سره مخ شو، سم د واره تسلیمیږو، که مات شو، وغورځیږو بیا په اسانه نه پورته کیږو، خو طبیعت وګورﺉ څومره ښه مبارزه کوي.

له ونو او بوټو څخه که د ژمي په موسم کې پاڼې وغورځیږي، خو ونه هېڅکله نه غورځیږي، هغه ان تر پسرلي استواره وي، ځکه د پسرلي په موسم کې زرغونیږي، ښایست یې راوځي او موخې ته رسیږي.

پر حاصل خېزو ځمکو د بارانونو او سېلابونو سره چې ټوله کرونده، فصل، حاصل او خاوره خرابه شي، بیا هم په بل ځل خاوره نه وایي، چې زه حاصل نه ورکوم، ولې چې زما یو فصل سېلاب له منځه ویوړ.

له غرونو هم همدارنګه، که له غرونو یو څه راوځي، یا یې یوه برخه کېندل کیږي، یا په خپل سره په کې اور بل شي، نو غر هېڅکله نه پرېوځي، غر بیا هم هماغه غر دی، د څه په کمېدو/ډېرېدو سره خپل اصل او موخه له لاسه نه ورکوي.

نو تاسې هم موخو ته د رسېدو لپاره، په کمېدو/ډېرېدو، ستونزو/اسانتیاوو، ماتې/بریاوو خپلې لارې مه بدلوﺉ.

که لوړې موخې لرﺉ نو د رسېدو لپاره یې ډېر ځواک، انرژۍ او حتی وړتیا ته هم اړتیا لرﺉ.

هېڅکله وړې وړې ستونزې او خبرې مو باید له موخو را ونه ګرځوي، که مات شوﺉ، وغورځېدﺉ، نو بېرته بیا را پورته کېدل ځکه حتمي دي، چې له همدې نقطې بېرته بیا ستاسو نوې لار او لومړی ګام پیلیږي، دا ځل به غور کوﺉ او هغه کارونو ته به پام نه کوﺉ چې ستاسو د موخو برعکس دي، هغه کارونه مه ترسره کوﺉ، چې په تېر کې مو د ماتې لامل شوي وو.

اوس نو که تاسې موخو او هیلو ته رسېدو لپاره ځینو ستونزو سره د مبارزې پر ځای، ورته تسلیمېږﺉ او د ستونزو او نورو په خوښه مخ ته ځئ، نو داسې مثال لري، لکه د ژوندي پاتې کېدو لپاره چې له مرګ سره مبارزه نه شئ کولی یا خپله مرګ ته غاړه غړۍ ورځئ.

ځکه انسانان پر خپلو ټاکلو موخو او ورته د رسېدو لپاره پر هیلو ژوندي دي او موخې درلودل په اصل کې د ژوند کولو لپاره تر ټولو ښه دلیل دی.

له خپله لیده د مبارزې په تعریف داسې کوم:
مبارزه د ځان ساتنې، ځان جوړونې او ځان ځلولو اصل دی چې موږ یې په خپل ژوند کې په فردي، تولیز او ګروپي شکل د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوو. فرق نه کوي چې انسان دی، حیوان دی او یا هم نبات خو د مبارزې اصل د آسمانونو د مالک لخوا زموږ ټولو مخلوقاتو پبه آر کې اغږل شوی دی. طبیعت هم له دې اصل څخه بې اغېزې نه دی.

لیکواله: آمنه عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.