The news is by your side.

د شینوارو د دوو قومونو ترمنځ اوربند وشو

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو د دوو قومونو سنګو خېلو او شېخانو ترمنځ د شخړې نه کولو اوربند اعلان شو.

یاد دوه قومونه د دښتې پر سر په لانجه کې و.

د دوی تر منځ د اوږدې مودې شخړه د شینوارو ولسوالیو قومي مشرانو، علماء کرامو، د ننګرهار د حج او اوقافو رییس قاري محمد داوود مجاهد، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤوف شپون، د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر او د ځوانانو پر هڅو سړه شوه.

دواړو قومونو پرېکړه وکړه، چې د کوچني اختر تر لسمې نېټې پورې به د دښتې پر سر شخړه نه کوي او پرې د ابادۍ هڅې به هم نه کوي.

د دښتې پر سر د شینوارو ولسوالۍ د سنګو خېلو او شېخانو قومونو ترمنځ شخړې او لانجې زیاته موده په بر کې نیولې وه، چې تر دې دمه یې هېڅ څوک پر حل او د قومونو تر منځ پر جوړ جاړي نه دي بریالي شوي. چې په دې توګه د شینوارو یاد قومونه له حکومت په دې برخه کې نا راضه هم دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالرؤوف شپون وایي، هڅه کوي چې د دواړو قومونو ترمنځ نور هم تمدید کړي او دایمي حل لاره ورته پیدا کړي.

د نازیانو او دور بابا ولسوالیو دا قومونه له ډېرې مودې راهیسې پر دولتي ځمکه سره په لانجه کې دي، چې په سختو شخړو کې خبره ان تر وژنو هم رسېدلې او د دواړو قومونو ترمنځ لانجه کې مړي هم شوي دي.

د ولسمشر غني له لوري هم د دې ستونزې د حل لپاره ننګرهار ته ځانګړی پلاوی را لېږل شوی و، چې اوس مهال خپله د ننګرهار د مشرانو او ولسونو په هڅو د یادې ستونزې د حل لپاره د دواړو قومونو ترمنځ د لنډ مهالي اوربند پرېکړه وشوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance