The news is by your side.

هند د افغانانو په ملکیت د سولې له خبرو هرکلی کوي

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټلیفوني مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په هکله ټلیفوني خبرې کې دي. په دغه ټلیفوني مکالمه کې هندي لوري هم ډاډ ورکړی چې د افغانانو تر مالکیت لاندې د سولې ټولو خبرو ته ژمن دي او ملاتړ یې کوي.

تر دې وړاندې ښاغلی خلیلزاد د قزاقستان له ځانګړي استازي کالییوف سره هم د افغان سولې او دغه راز افغانستان ته له قزاقستان څخه د ځینو خوراکي توکو پر صادرولو خبرې اترې کړې وې.

نوموړی له قزاقستان سره د غنمو او غلجاتو خبره وروسته له هغه شریکه کړې وه چې په افغانستان کې د کرونا له امله د لومړنیو خوراکي توکو بیې په کم سارې توګه لوړې شوې دي او تېره اونۍ د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې هم راغلي وو چې د ټولو خوراکي او ارتزاقي توکو په بیو کې ۲۰ سلنه لوړ والی راغلی دی.

خلیلزاد داسې مهال د افغان سولې او دغه راز افغانستان ته له ګاونډیو او دوستو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي چې په هېواد کې د کرونا وبا، روانې جګړې او د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس تر منځ لوی سیاسي بنبست را منځته شوی دی. دغې حالت د امریکا او ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان ټول شریک هېوادونو سخت اندېښمن کړي دي.

د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اوسني نا متوازن حالت کې امریکا پړه بولي چې نه ده توانېدلې د یو واحد دریځه حکومت او د افغانانو په خوښه حکومتي چارې تنظیم کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ بیانیه کې وایي چې د بین الافغاني خبرو لپاره یې د امریکا چلند ته پام دی، دوی زیاتوي امریکا په کابل کې د روان سیاسي بحران اصلي لامل ده او پر نړیوالو لوبغاړو غږ کوي چې په افغانستان کې دې د ټولو په همغږۍ سیاسي خلا ته د حل لاره پیدا کړي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ښه دوست هېواد پاتې شوی چې وخت ناوخت یې له دغه هېواد سره خپلې مرستې کړې دي. په یو تازه اقدام کې هند افغانستان ته تر شاوخوا ۵۰ ټنه پورې غنم را صادر کړي دي. ویل کېږي تازه له دغه هېواد څخه ځینې روغتیایي توکي هم کابل ته را رسېدلي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر وایي چې هند له افغانستان سره تاریخ اړیکې لري او دوی به تل له افغانانو سره ولاړ وي او د سولې له هغو خبرو چې مالکیت یې د افغانانو په لاس وي، هرکلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د هند له همغږۍ هرکالی کړی دی او له دغه هېواد څخه یې افغانستان ته د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.