The news is by your side.

د سعودي شهزادګۍ بسمه ولې بندي ده؟

خبریال وېب پاڼه/ښایي ډېرو ته جالبه وي چې ولې د یو پاچا لور خپله د پاچا له لوري بندیوانه شي خو دا یو حقیقت دی چې شهزادګۍ بسمه بندي ده.

سعودي عربستان شاهي نظام لري او دوی ټول هغه قوانین په خورا استبدادي او محافظه کارانه سبک پلي کوي چې د دغه حکومت لخوا وړاندې شوي دي.

بسمه چې د ښځو پر وړاندې د توپیري چلند پر وړاندې مبارزه، د بشري حقونو د فعالې او د قانون پر مساوی والي او سمون باندې د شهرت زانګو ته وختله، تېر کال په داسې حال کې د سعودي حکومت لخوا ونیول شوه چې په ظاهره نوموړې سویس ته د درملنې لپاره تلله خو د سعودي حکومت لخوا د تېښتې تور پرې لګېدلی ؤ.

نوموړې د پخواني پاچا د سعود بن عبدالعزیز چې له ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د سعودي پاچا ؤ، کشره لور ده او ۵۶ کاله عمر لري. ویل کېږي بسمه له تېر کال را هیسې له خپلې یوې لور سره په یوه کورني زندان کې شپې سبا کوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په یوه ټویټ کې د دغه هېواد له پاچا ملک سلمان څخه غوښتي وو چې نوموړې له بند ازاده کړي. دې په خپل ټویټ کې چې بیا وروسته بېرته پاک شوی دی، ویلي وو چې روغتیایي حالت یې ښه نه دی.

سعودي هغه کسان چې په حکومت نیوکې کوي، بندي کوي او د ځینو پر وړاندې خو یې قانون ډېر توند هم پلی کېږي. شاخوا دوه کاله مخکې یې په ترکیه کې د سعودي عربستان په سفارت کې د جمال خاشوقچي په نوم د سعودي یو منتقد هم په خورا بې رحمانه توګه وواژه چې بیا ورسته د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له سخت فشار سره هم مخ شول.

بسمه په خپل ټویټ کې د سعودي پر پاچا سلمان او د هغه پر ولیعهد باندې غږ کړی ؤ چې دوسیه یې وڅېړي او آزاده یې کړي ځکه په وینا یې نوموړې هېڅ تېروتنه کړې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې بسمه له خپل کړي ټویټ سره هغه لېنکونه هم اچولي وو چې دا د سعودي حکومت لخوا نیول شوې وه.

سعودي عربستان په منځني ختیځ او د آسیا په کچه د تېلو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی چې د امریکا یې د تېلو لوی پیرودونکی دی. په دغه هېواد کې آساسي قانون د اسلام په رڼا کې جوړ شوی او ډېر سخت محدودیتونه لري چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ولیعهد لخوا په کې د پام وړ بدلونونه هم راغلي دي او ډېرې سختۍ یې له منځه وړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.