The news is by your side.

کونړ کې د چت راپرېوتو له امله ۶ تنه مړه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د کونړ ولایتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د ډېرو اورښتونو له امله شاوخوا ۶۵ کورونه قسمي تخریب شوي، او د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او درې کسان ټپیان دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم رسنیو ته وویل، تېر ماښام د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

مړو شویو کې د دغې کورنۍ مشر دهغه مېرمن، درې لوڼې او یو زوی شامل دي.

دغه راز، غني مصمم وايي، تېره ورځ د کونړ مرکز اسداباد ګوروګام سیمه کې هم د یوه کور چت راغورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي وو.

د مصمم په خبره دې ولایت کې وروستیو اورښتونو له امله شاوخوا ۶۵ کورونه قسمي زیانمن شوي او دوه بشپړ ویجاړ شوي دي.

دی وايي، ټولو سیمو ته یې ټیمونه خلکو سره د مرستو په پار لېږلي دي.

د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د وري له لومړۍ نېټې را هیسې اورښتونه پیل شوي، چې په ځینو سیمو کې د زیاتو اورښتونو له امله یو شمېر خام کورونه ویجاړ شوي دي.

بل لور د اورښتونو او سېلاب ځپلې کورنۍ مرستو ته اړمنې دي او له حکومت د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

اورښتونه هم په هېواد کې د کورنیو د بې ځایه کېدنو یو لامل بلل کیږي.

په افغانستان کې د کرونا له وبا سره هم مهاله بارانونو او سېلابونو زیات شمېر کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړمنې کړي.

د کرونا وبا له امله په هېواد دننه بازارونو کې د خوراکي او لومړنیو اړتیا وړ توکو بیې اسمان ته ختلي، حکومت یې هم پر وړاندې پاتې راغلی او خلک لا هم شکایت لري چې په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو بیې دومره ختلي چې د را نیولو وس یې نه لري.

په ورته وخت د حکومت، د هېواد د یو شمېر سوداګرو، ولسي جرګې غړو، کرکېټ لوبغاړو او نورو شتمنو خلکو له لوري پر اړمنو کورنیو مرستې وېشل شوي، خو لا هم دا مرستې کفایت نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.