The news is by your side.

داسې عینکې چې د کرونا تشخیص کوي

خبریال وېب پاڼه/د راکید په نوم یوه چینایي شرکت د داسې عینکو له جوړولو او امریکا ته یې له استولو خبر ورکړی چې کولی شي په کرونا اخته کس پرې تشخیص شي.

د فارسي یورو نیوز د خبر له مخې چین په کرونا ویروس د اخته کسانو د تشخیص لپاره ځانګړې شوې عینکې امریکا ته استوي. په دغه عینکو کې چې په کرونا د احتمالي اخته کسانو د تشخیص لپاره جوړې شوې دي، ډېر ژر به د امریکا بازارونو ته وړاندې شي.

کرونا وبا په لومړي ځل د چین له ووهان څخه سر را ښکاره کړ او د څلورو میاشتو په تېرېدو سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد او د روغتیا نړیوال سازمان اړ شو چې دغه ویروس په یوه نړیواله وبا باندې وپېژني. تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې له دوه ملیونو او دوه لکو زیات کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا اخته شوي دي چې لویه برخه یې له امریکا څخه دي.

دغې وژونکې وبا تر یو نیم لک زیات کسان وژلي هم دي چې د قربانیانو په کتار کې بیا هم امریکا سلومړی مقام لري.

په امریکا کې د راکید شرکت مدیر وایي چې د دغو عینکو تولیدوونکي دي، وایي چې په امریکا کې له ګڼو شرکتونو سره د دغو ځانګړو عینکو د پلور په سر په چاڼو وهلو کې دي. تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د امریکا بازار ته دغه عینکې ورسېږي.

دا عینکې چې یوه ځانګړي حس کوونکې آلې په مرسته کولی شي په دوو دقیقو کې له دری متره واټن سره د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د بدن حالت و ارزوي. د دغو عینکو بله ښېګڼه دا ده چې د نورو آلو په څېر نه دي چې له نیږدې به یې د کرونا مشکوک کس ته نیسې، بلکې کولی شي په لویه فضا او ډېر واټن کې هم کرونا تشخیص کړي.

یادې شوې T1 عینکې چې ۱۲ میګا فېکسېل کېمره هم لري، کولی شي له تشخیص سربېره ویډیو، عکس او غږیز ریکارډ هم وکړي.

د کرونا وبا په راتګ سره په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په پار رنګا رنګ هڅې پیل شوې. څوک ورته درمل جوړوي، څوک یې واکسینو باندې لګیا دي خو تر اوسه یو هېواد هم نه دی توانېدلی چې د پام وړ پرمختګ یې کړی وي. ویل کېږي په شاوخوا ۷۰ ډوله واکسینو باندې اوس هم کار روان دی.

د راکید د عینکو شرکت له T1 حرارتي عینکو سره یوه د نرم افزار ځانګړې بسته هم وړاندې کوي چې د څېرې پېژندلو او نورو اطلاعاتو د ثبت لپاره به ورڅخه کار اخیستل کېږي. د دغه شرکت مسؤلینو د شخصي حریم په هکله هم خلکو ته ډاډ ورکړی او زیاتوي چې په لویه کې به له دغه عینکو څخه کومه ناوړه استفاده ده کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.