The news is by your side.

بلخ کې د کرونا د تشخیص بهیر درېدلی

خبریال وېب پاڼه/په بلخ کې د کرونا ویروس مشکوکو پېښو بهیر د تشخیصي کېټونو له امله درېدلی دی.

د بلخ د عامې روغتیا رییس وایي چې په دغه ولایت کې د کویډآـ۱۹ ناروغانو ته د ځانګړي شوي روغتون کېټونه خلاص شوي او د تشخیص پروسه درېدلې ده.

تر دې وړاندې په کندهار کې هم د کرونا لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې د دغې ناورغۍ د تشخیص کېټونه کم شوي وو چې له امله یې روغتون کې فعالیت درېدلی ؤ.

په بلخ کې د کرونا وبا ناروغانو ته د ۲۰۰ بیستریز ځانګړي شوي روغتون لپاره چې فاریاب په ګډون د ورڅېرمه یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان هم په دغه روغتون کې معاینه کېږي، نن یې د کرونا د تشخیص کېټونه خلاص شوي او فعالیت په کې درېدلی دی.

وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او روغتیایي مرکزونو کې د درملېزو توکو د کمبود راپورونو ورکړل شوي دي خو په دغه ولایت کې د کېټونو کمښت خلک اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولایتي د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتي وویل چې د کرونا د تشخیص کېټونه باید د روغتیا له نړیوال سازمان څخه را ونیول شي، د ده په خبره دا ناشونې له بازار څخه یې را ونیسی او ناروغانو ته سم لاسرسی وکړي.

له هرات، کابل او کندهار څخه وروسته بلخ څلورم ولایت دی چې د کرونا زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي خو د مړینې په کتار کې بلخ لومړنی ولایت دی چې د نورو په پرتله د کرونا له امله زیاته قرباني لري. په دغه ولایت کې نن سهار د یوه ۶۵ کلن سبین ږیري په ګډون شپږ کسان د کویډاـ۱۹ له امله مړه شوي دي چې تر هرات هم په د کرونا له امله په قربانیو کې مخکې دی.

له یو شمېر نورو شمالي ولایتونو سربېره فاریاب هغه ولایت دی چې د کرونا د ناروغانو تشخیص په بلخ کې کوي، د دغه ولایت والي نقیب الله فایق وایي چې شاوخوا لس ورځې کېږي چې بلخ ته یې د کرونا د مشکوکو ناروغانو معاینات لېږلي خو تر اوسه یې د مثبت او منفي والي خبر نه دی ورکړل شوی.

تر دې مهاله د ټول هېواد په کچه ۹۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۳۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۱۲ کسان ورڅخه بېرته رغېدلي هم دي. د فیصدۍ له مخې بیا ۳ سلنه په کرونا اخته کسان وژل شوي او ۱۲ سلنه بېرته جوړ شوي دي.

د بلخ ولایت د کویډاـ۱۹ ځانګړي شوي روغتون د کېټونو د کمښت په غبرګون کې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه څه ویلي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.