کرونا ویروس د کندوز حوزوي روغتون ته ورسېد
خبریال وېب پاڼه/ د کندوز ولایت استازي او یو شمېر د مدني ټولنو فعالان وايي، چې د کندوز اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی، د حوزوي روغتون د سرطبیب په شمول لس ډاکټران پر کرونا ویروس باندي اخته شوي دي چې اوس مهال په قرنطین کې دي.
دغه استازي خبرداری ورکوي که دغه ولایت ته جدي پاملرنه ونه شي انساني فاجعه رامنځته کیږي.
په ولسي جرګه، ولایتي شورا، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو کې د کندز د خلکو استازو او یو شمېر مشرانو د غونډې په جریان کې د سیمه اییزو حکومتي چارواکو بې پامۍ او د کندز د والي په نه شتون نیوکه وکړه.
د مدني ټولنې مشر عنایت الله خلیق وايي بدبختانه د کرونا ویروس د دغه ولایت صحي برخې ته رسېدلی دی او څه باندې لس ډاکټران په قرنطین کې دي او د پوره امکاناتو نه شتون يي دوی اندېښمن کړي دي.
په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازې فاطمه عزیز وايي سمیه اییز حکومت د کرونا ویروس په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
مخکې له دې هم په ولسي جرګې کې د کندوز د خلکو استازو د کرونا ويروس د خپرېدلو د مخنیوي په موخه د دې ولايت د سيمه ايیزو چارواکو مديریت کمزوری بللی او ويلی يې دي چې د مسؤولينو د بې غورۍ او د روغتيايي امکاناتو د کموالي له امله به په دې ولايت کې يو لوی ناورين پېښ شي.
د دې وکيلانو په وينا کندوز ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبارزي په موخه سل ميليونه ځانګړي شوي بوديجه د دې ولايت د والي د نشتوالي او کمزوري مديريت له امله لا هم نه ده تر لاسه شوي.
هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٩٣٣ کسانو ته ورسېدی.
عامې روغتیا وزارت وایي تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ٢٧ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
کابل کې دولس پیښې، پکتیا کې اووه، لوګر کې څلور، هرات کې دوه او په بامیان ولایت کې یوه تازه پېښه ثبت شوې.
او د عامې روغتيا وزارت وایي، چې تېرو ٢٤ ساعتونو کې کرونا ويروس باندي اخته شوي ١٣ کسان بېرته رغېدلي دي.
د يادولو وړ ده چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې په کرونا ويروس اخته شوي ١١٢ کسان بېرته روغ شوي او لسګونه کسان مړه شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.