په کرونا ځپلې ځمکه لومړني ستور مزلي ښکته شول
خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د نړۍ کابو توله ځمکه د کرونا ویروس وپوښله، تازه لومړنی ستور مزلی ځمکې ته را ښکته شو.
دری ستور مزلي چې دوه له ناسا او یو یې د روسیې څخه دی، د هوا په نړیواله ایستګاه یا تمځي کې چې په قزاقستان کې ده، په بریالیتوب سره را ښکته شول.
جسیکا چې د امریکا اوسېدونکی دی او په ۱۹۷۷ ز کال کې زږېدلی دی، له دغې دوو ستور مزلو یو دی، چې له فضا څخه را ښکته شوی دی. تر څنګ یې دویم کس هم امریکایي توکمی دی چې ۱۹۷۵ ز کال د پنسیلوانیا په نیو کاسل کې زږېدلی دی.
بل پلو اولګ شکریپوچکا هم په ورته وخت له فضا څخه ځمکې ته را ښکته شوی دی، نوموړی له روسیې څخه دی او د قزاقستان په فضایي تم ځای کې په بریالیتوب سره را ښکته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د هوايي او فضایي ملي اداره (ناسا) او بل خصوصي شرکت سپېس اکس نړیوال فضایي تم ځای ته د تازه دمو ستور مزلو د استولو خبر ورکړی دی. دوی وایي چې له نهو کلونو وروسته هڅو وروسته نړیوال فضایي تم ځای ته خپل ستور مزلي استوي.
ویل کېږي دغه تازه دمي تور مزلي به د را روانې مې میاشتې په ۲۷ مه نېټه هوا ته سفر پیل کړي. د ناسا یا د امریکا د فضایي ادارې مشر وړمه ورځ په خپل ټویټر ولیکل چې تمه ده لومړنۍ فضایي الوتنه به د یوه توغندي پر مټ ترسره شي.
په قزاقستان کې د فضا نړیوال تم ځای د ۱۵ زبرځواک هېوادونو لخوا جوړه شوې ده چې د ځمکې له مدار سره نیږدې او له ۳۳۰ نه تر ۴۳۵ کیلو مترۍ فاصلې پورې د ځمکې له سطحې سره د په حرکت کې ده.
را ښکته شوي ستور مزلي وړاندې د روسیې د سایوز وسیلو په مرسته فضا ته تلل چې اوس به د امریکا په ګډون ۱۵ هېوادونه له دغه نړیوال فضایي تم ځای څخه کار اخلي او خپل هوایي سفرونه به ورڅخه کوي.
ناسا په ورته وخت کې دا هم ویلي دي چې فضا ته د دوی د تازه دمو ستور مزلو د سفر کره ساعت د کرونا وبا د خپرېدو له امله نشي ویلی. فضا ته تلونکي دوه امریکایان به د دغه هېواد له فلوریدا ایالت څخه د را روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه فضایي تمځای ته لاړ شي.
له فضا څخه د را ښکته شوي تور مزلي د بشریت په اډانه کې تر ټولو خوشبخته کسان دي چې د کرونا وبا شتون په کې صفر دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.