The news is by your side.

د افغان ښځو سوداګري ۹۰ سلنه له سقوط سره مخ ده

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د ښځو پر سوداګرۍ باندې د کرونا ویروس دروند سیوری.

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ خونه وايي، ډېری هغه مېرمنې چې د خدماتونو او تولید په برخه کې کار کوي، زیانمنې شوي دي.

کرونا ویروس د ښځینه سوداګرو نږدې ۹۰ سلنه سوداګري له رکود سره مخامخ کړې ده.

د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ډېری هغه ښځې چې د خدمتونو او تولید په برخه کې کار کوي، زیانمنې شوې دي.

د دغې خونې یو شمېر غړې خبرداری ورکوي، که چېرې وضعیت دغه ډول دوام ومومي، ښځې به له اقتصادي رکود سره مخامخ شي.

د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې احصایې ښایې چې ۱۵۰۰ تنه مېرمنې د سوداګرۍ رسمي جواز لري، چې لوی شمېر ښځې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

له دې سره بیا د هېواد پر صادراتو د ځمکنیو پولو او هوایي دهلیزونو د تړل کېدل هم منفي اغېزې لري، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د لسګونه ټنه وچې مېوې او طبي نباتاتو صادرات د پولو تړل کېدو له امله بند دي.

له یوې نیمې میاشتې راهیسې د هېواد صادراتو پر مخ ټول ځمکني او هوایي دهلیزونه تړل شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي ټاکل شوې وه چې د حوت او حمل په میاشتو کې لسګونه ټنه وچه مېوه او طبي نباتات له هېواد څخه بهر صادر شي، خو د پولو تړل کېدو له امله د هېواد صادرات بند پاتې دي.

افغانستان په ۲۰۱۹ز کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته شاوخوا ۵ زره او ۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د آذربایجان، کویت، عمان او قطر مارکېټونه په ۲۰۱۹ز کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې له ۲۰۱۷ز کال څخه تر اوسه افغانستان، څه باندې ۱۱زره ټنه سوداګریز توکي، چې په کې وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، لاسي صنایع، غالۍ، اینجه، زعفران او څرمن شامل دي، په شاوخوا ۱۱۰۰ پروازونو کې بهر ته صادر کړي دي.

د دغو سوداګریزو توکو مجموعي ارزښت څه باندې ۲۳۸ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹ز کال کې یو میلیارد ډالره صادرات درلودل، چې دا شمېره په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance