د کورنيو چارو فسبوکي وزير او زموږ امنيت
<span;>خبريال ويبپاڼه / د کورنيو چارو نوی وزير حيات الله حيات ددې پر ځای چې د کورنيو چارو وزارت سمبال د پوليسو او عامو افغانانو په ستونزو ځان خبر کړي او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي بلکي ټولې کړني يې نمايشي ، سمبوليکي او يوازي تر فسبوک پوري محدودي دي.
<span;>ښاغلی حيات الله حيات ټوله ورځ په دې مصروف وي چې څنګه ځان په فسبوک کې ښکاره او په دغه کار سره وکولای شي عام افغانان او ولسمشر غني دوکه کړي.
<span;>د کورنيو چارو وزير حيات الله حيات تيره ورځ يوازي د يوه فسبوکي نمايش لپاره سلګونو افغانان په فرض روژه کې ددې لپاره په لاره کې د ساعتونو لپاره درولي او سړکونه يې بند کړي وو چې وښي ښاغلی حيات عامو افغانانو ته روژه ماتی ورکوي.
<span;>د ښاغلي حيات الله حيات سلګونو ساتونکو تيره ورځ د هغه د امنيت په خاطر ګڼ سړکونه بند کړي وو زرګونه افغانان يې له سخت ځور او تکليف سره مخ کړي وو.
<span;>حيات الله حيات تيره ورځ په يوه نمايشي کار سره چې ګواکي عامو افغانانو ته روژه ماتی ورکوي خورما او يو ګيلاس جوس په لاس کې او په خلکو يې ويشل دا په داسي حال کې ده چې د ښاغلي حيات دا دنده نه ده چې په سړکونو خلکو ته روژه ماتی ورکړي بلکي د هغه دنده دا ده چې د هغو سرتيرو غم وخوري چې په شپو او ورځو وږي تيږي پرته له روژې پرته د خوراکي توکو د نشتون له امله يې هر وخت روژه نيولي وي.
<span;>د ښاغلي حيات دنده دا ده چې د خلکو امنيت خوندي کړي غله، زورواکي او هغه خلک ورک کړي چې عام افغانان يې له ژوند څخه بيزاره کړي
<span;>د ښاغلي حيات دنده دا ده چې په ښارونو او لويو لارو کې د هغو پوليسو پوښتنه وکړي چې ډنډې په لاس عام افغانان وهي او ډبوي او له هغوی څخه په زوره روپۍ او رشوت غواړي.
<span;>خبريال ويبپاڼې ته تازه د جلال اباد ښار څخه د محمد ولي په نامه يوه اسيدونکي يوه ويډيو او عکسونه راليږلي چې دوه پوليس يو سپين زيږی سړی د څو روپيو په بدل کې چې هغه يې نه ورکوي سخت وهي په ويډيو کې ښکاري چې له ياد سپين ريږي څخه وينې بهيږي خو دغه پوليس يې لا هم وهي ترڅو په غيري قانوي ډول هغوی ته روپۍ ورکړي.
<span;>د ښاغلي محمد ولي په خبره دا لومړی ځل نه دی چې پوليس د رشوت په بدل کې خلک وهي بلکي په روزمره ډول د جلال اباد ښار ځيني پوليس ورته کړنې تر سره کوي.
<span;>د کابل ښار يو اوسيدونکی بلال ايمان بيا وايې که په رښتيا هم د کورنيو چارو د وزير حيات الله حيات په ملت او خلکو زړه درد کوي يو څو روژه ماتي دي له هغو سرتيرو سره چې د جنګ په لومړۍ کرښه کې دي تير کړي.
<span;>هغو سرتيرو ته دي روژه ماتی ورکړي چې شپه او ورځ په جنګ کې ښکيل دي، هغو سرتيرو ته دې دې خوراکي توکي وروړې چې د خوراکي توکو د نشتون له امله يې شپه او ورځ روژه نيولي وي.
<span;>د هغه په خبره چې ښاغلی حيات نشي کولای په څو فسبوکي او نمايشي کارونو ملت وغولوي بلکي ملت او عام افغانان اوس پوی شوي دي.
<span;> بلال ايمان زياتوي چې افغانان ددغسي چارواکو په مکر او چلونو اوس ښه پوهيږي چې دوی دغه کارونه د څه لپاره کوي.
ليکوال: حامد توخی
Comments are closed.