The news is by your side.

عبدالله: طالبان له نظامي لارې واک ته نسي رسیدلی

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر د امریکايي ځواکونو وتلو ته په غبرګون کې ویلي چې د ځواکونو له وتلو وروسته هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره پاتیږي.

عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي که طالبان دا فکر کوي چې د جګړې له لارې به واک ته ورسیږي نو اشتباه کوي هغه بیاهم وړاندیزوکړ چې خبرې د حل لاره ده.

د ده له انده د جګړې دوام د افغانانو د غوښتنو څخه بې پروايي ده او روانه جګړه هره ورځ بې ګنا افغانان وژني هغه پر طالبانو د تلپاتي او عادلانه سولې په برخه کې له طالبانو د ارامۍ غوښتنه وکړه.

عبدالله په خپلو خبرو کې وویل که چیري امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي نو دا په دې  معنی نه ده چې د دوی ملاتړ به له افغانستان سره ختمیږي.

عبدالله عبدالله له طالبانو د سولې پرلاره تلل غوښتي خو طالبانو ویلي ترڅو چې بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتي وي د هیڅ شي په هکله له چا سره خبرې نکوي.

هغوی ویلي چې باید ترمي میاشت پوري امریکایي او ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي او دوی دا چاره ترسره نکړي نو د طالبانو له سختو بریدونه سره به مخ سي.

خو امریکایانو د طالبانو په دې خبرداري باک نه دی کړی او د خپلو سرتیرو ماموریت يې تر راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري اوږد کړ.

د امریکايي ځواکونو له دې نېټې سره چې وزي په کور دننه امریکا کې سخت مخالفتونه را پورته سول او د بایډن له هغې پریکړې سره چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې ټول امریکايي سرتیري به له افغانستانه باسي انتقاد کړی دوی دا کار احمقانه او د امریکا د ماتي په نوم یاد کړی او  غوښتنه يې کړې ده چې په دې حساسو شرایطو کې افغانستان یوازي پرې نه ږدي.

خو امریکا به خپل دا ماموریت ته د پای ټکی ږدي او خپل ټول سرتیري به له افغانستانه د سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې پوري باسي تراوسه پوري بریتانیا هغه هېواد دی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سره خپله نېته اعلان کړه او زیاته یې کړه چې خپل سرتیري دوی هم پر یاده موده له افغانستانه باسي

Comments are closed.

koi finance