The news is by your side.

امریکايي سناتوران/ د سرتیرو ایستل احمقانه او ماتي په معنا دي

خبریال ویب پاڼه/ د سپینې ماڼۍ له هغه اعلان وروسته چې د بایډن پریکړه يې اعلان کړه ترڅو د راتلوونکي سپټمبر میاشتي په ۱۱ به خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي نه په امریکا کې له سختو غبرګونونو سره مخ وو.

یو شمېر امریکايي سناتورانو د بایډن دې پریکړې ته بیلابیل نومونه ورکړل او دا کار يې په بیړني حالت کې ناسم وباله

د سنا مجلس دا غړي چې په نن يې په بیلابیلو وختونو کې څرګندونې کړې دا کار يې د امریکا د ماتې په معنی، احمقانه او داسې له دقته لیري بللی

په سنا مجلس د لږکیو مشر مک مکانل ویلي د بایډن دا پریکړه به ستر ناورین رامنځ ته کړي هغه د دې کار ترسراوی نه یوازي د افغانستان بلکي د امریکا امنیت ته خطر وباله او زیاته يې کړه چې داسې کړنې په دې معني دي چې موږ ماتې خوړلې او له دښمن څخه په شاتګ په معنی  ده.

بل امریکايي سناتور او د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي مارکو روبیو د بایډن دا کار د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې يې ده همدا چې بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي نو افغانستان به یوځل بیا د خونړیو جګړو په ډګر بدل سي ده ټنیګار وکړ چې د ټرمپ پر هوکړو دي دبایډن اداره نه ځي او د سرتیرو د وتلو په موضوع کې دي  له دقت څخه کار واخیستل سي.

په ورته وخت کې یو بل مخکښ سناتور او د دفاعي کمیسون غړي لیدسي ګراهام هم د بایډن پریکړې ته سخت غبرګون ښودلی او دا پریکړه يې احمقانه بللې.

ګراهام ویلي له افغانستان غوندي هېواده د ټولو سرتیرو ایستل حیرانوونکی خبر دی او خطرناکې پایلې به ولري نوموړي ویلي د سرتیري ایستل په داسې حال کې چې لاهم  افغانستان کې جګړه ده احمقانه کار دی.

د بایډن دې پریکړې ته ښايي نور غبرګونونه هم راپورته سي په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم د امریکايي ځواکونو وتلو په هکله ویلي چې بدې پایلي  هم به ولري.

خو ارګ بیا ویلي چې د امریکا هرې پريکړې ته احترام لري او افغان ځواکونه به د خپلو خلکو امنیت پخپله وساتي

Comments are closed.