The news is by your side.

یوناما وایي، طالبان له جګړې لاس نه اخلي

خبریال وېبپاڼه/ د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي، طالبانو د تېر کال په پرتله خپلو بریدونو کې نهه ویشت سلنه لوړوالی راوستی چې او سږ کال یې یو زر اووه سوه او دري اتیا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یوناما لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، طالبانو د روان میلادي کال تېرو څلورو میاشتو کې ۱۷۸۳ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ۵۷۳ وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
په راپور کې وړاندې راغلي، چې د یادې ډلې له لوري، د تاوتریخوالي زیاتوالی په دې معنی چې دوی هیڅکله هم سولې ته چمتو نه دي او هڅه کوي، چې افغان وژنې ته زور ورکړي.
د راپور له مخې، وسله والو طالبانو د ټولو بشري قوانینو خلاف ناروا جګړه روانه ساتلې او د جګړې د پای لپاره یې خپل ښه نیت تر اوسه نه دی څرګند کړی.
یوناما له ښکېلو اړخونو غوښتی چې نور ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او د افغان وژنې روانه لړۍ، چې عام خلک یې قرباني دي، پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشینې ښوولې او ټینګار یې کړی چې طالبان نور باید اوربند ته غاړه کېږدي.
یاد کمېسون په خپل یوه راپور کې ویلي چې د جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي او ژوند یې په سخت وضعیت کې دی، چې دا حالت سخت ناهیلی کوونکی دی.
دغه کمېسیون له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې جګړه ودروي.
د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې د دوام په اړه داسې مهال اندېښنې څرګندېږي، چې ټاکل شوې وه، د روانې میلادي میاشتې په شپاړسمه ترکیه کې د سولې اړوند مهم کنفرانس جوړ شي، خو د دغه کنفرانس نېټه لا تر اوسه هم نهايي شوې نه ده.
هلته بیا طالبانو ویلي چې تر هغو پورې له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلي نه وي، دوی به د افغان سولې په اړه هیڅ کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
روان وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او ټینګار کوي، چې نور باید تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند وشي، تر څو افغان وژنه پای ومومي.

Comments are closed.