The news is by your side.

سما: د قوم بحث مطرح کوونکي جاسوسان او ملي خاینان دي

خبریال ویب پا ڼه/ د افغانستان د ولسې جرګې یوې غړې هغه څه ته چې د یو شمېر سیاسونو د قوم او نورو ورته موضوعاتو په هکله بحثونه کیږي غبرګون ښودلی او هغوی ته یې د جاسوسانو خطاب کړی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مریم سما ویلي په دې ورځو او شپو کې د یو شمېر کسانو له لوري په مجلسونو او بحثونو کې د قوم او تعصب خبرې مطرح کیږي، هغوی د قومونو استازي نه بلکي خاینان او جاسوسان دي.

مریم سما په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د افغان ولسمشر دویم د ملي مصالحې پرعالي شورا د قوم ګرايي او دوه قومونو ته دواک ورکړي تور پوري کړی وو، سرورو دانش خپله سینه په فېسبوک کې سړه کړې او په دې هکله یې یوه لیکنه کړې هغه د ملي روغي جوړي شورا له لوري وروستۍ توحید سوې  طرحه چې د ترکیې کنقرانس ته به وړاندې سي نه ده منلې او دايې د نفاق او ناندریو پیلامه بللې.

دانش ویلي دا طرحه تر ډیره د یوه قوم یوه ګوند او زلمي  خلیلزاد  لید لوری وړاندې کوي، چې د هېواد دبلې ډلې یا ګوند نظر ته پکښي هیڅ درناوی نه دی سوی.

هغه ویلي کوښښ سوی چې حکومت د دو قومونو ترمنځ وویشل سي او په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکولی سوی دی خو د هېواد د بل هیڅ وګړي درناوی او پروا نه ده سوې.

هغه ویلي د دې طرحې ارمانجنو ته دي وویل سي چې  په افغانستان کې جګړې ختمولو ته اړتیا ده نه د نظام ویشلو ته، هغه غوښتنه کړې چې د ملي روغي جوړي شورا جوړه سوې طرحه باید لغوه سي.

پر همدې مهال دایکنډي کې د ذوالفقار امید په نو دجنبش روشنايي یوه غړي د خپل قوم لپاره د حقوقو اخیستلو په نوم د وسلوالې مبارزې خبر ورکړی او پر خپلو فیسبوک پاڼه يې د یو شمېر وسلوالو منځ کې خپل انځورونه خپارکړي ول.

په دې وروستیو کې دا او دې ته ورته خبرونه له یو شمېر سرچینو څخه خپریږي چې په هکله يې نن مریم سما څرګندونې کړې دي او هغه کسان چې دا خبرې کوي جاسوسان بللي

Comments are closed.