The news is by your side.

ارګ د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته هم د امنیت ډاډ ورکړ

خبریال ویبپاڼه/ ارګ د امریکا له هغه خبرداري وروسته چې په سپټمبر میاشت کې به خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې دوه کاله وړاندې افغان ځواکونو ټولې امنیتي چارې سمبال کړې او اوس به یې هم سمبالي کړي.

د افغان ولسمشر د عامه اړیکو سلاکار وحید عمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د واشکنټن له لوري د سرتیرو ایستلو پریکړې ته درناوی لري او تر دې وړاندې کابل او واشنګټن څو ځله په دې هکله خبرې هم کړې دي.

ښاغلي عمر ویلي د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله نور څه نه وایي خو دا يې وویل چې له تیرو دوه کلونو راپه دې خوا افغان امینتي ځواکونه په ستر مورال له خپلو خلکو دفاع کوي او نژدې ۹۸ سلنه پوځي عملیات پخپله کوي او په راتلوونکي کې به هم همداسې وي

د نوموړي په وینا چې بایډن به ولسمشرغني ته په دې هکله رسمي جزیات ورکړي

تراوسه پوري لاهم د بایډن له خولې د سرتیرو د وتلو نېټه نه ده اعلان سوې خو نن به بایډڼ په وروستي ځل د خپلو سرتیرو د وتلو اعلان حتمي کوي.

طالبانو، افغان دولت په کور دننه امریکايي سیاستوالو د امریکا دې کار ته غبرګون ښودلی او بیلابیل نظریات يې وړاندي کړي طالبانو ویلي تر هغو چې په هېواد کې بهرني سرتیري شتون ولري په هیڅ یوه کنفرانس کې چې د افغانستان د راتلوونکې برخلیک په اړت وي ګډون نکوي.

ارګ ویلي د امریکا پریکړي ته احترام لري خو ډاډ يې ورکړ چې افغان ځواکونه به د خپلو خلکو دفاع وکړي امریکايي سناتورانو په بیلابیلو بیانونو کې ویلي چې دا نا سمه پریکړه ده او باید د بایډن اداره په دې هکله یو ځل بیا له سره کتنه او دقت وکړي.

یوه مشهور سناتور د بایډن ادارې دا کار احمقانه بللی او په دې هکله يې د بیا فکر کولو غوښتنه کړې ده تیره شپه سپنیې ماڼۍ په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا خپل سرتیري د سپټمبر تر ۱۱ نېټې له افغانستانه باسي چې سبا یعني نن به د جو بایډن له لوري په رسمي ډول سره اعلان سي له امریکا سره هممهاله بریتانیا هم پر دې نېټې د سرتیرو د ایستلو اعلان کړی

Comments are closed.

koi finance