The news is by your side.

د بایډن هو، د طالبانو نه او بیرته جګړه

خبریال ویب پاڼه/ له ډیرو ناندریو وروسته بایډن دې پایلې ته ورسید چې په راتلوونکي سپټمبر میاشت کې به له افغانستانه ټول سرتیري باسي او خپل پوځې ماموریت به پای ته رسوي

تیره شپه سپنې ماڼۍ دا اعلان وکړ، چې  نن به بایډن په خپله د دې اعلان په هکله راڅرګند او تازه خبرې وکړي د بایډن له دې اعلان سره په کور دننه امریکا کې یودم مخالفتونه راپورته سوي او دا کار يې سم نه دی بللی.

بایډن له ډیر انتظاره هو یاده کړه خو دا هو يې د افغانستان په هکله څومره اندېښمنوونکې ده او د افغانستان پر راتلوونکي اوجګړه باندې څومره تاثیرات لرلای سي.

په ورته وخت کې هرڅه ته راضي طالبانو ویلي په هیڅ یوه کنفرانس کې چې د افغانستان د راتلوونکي برخلیک په هکله پکښي خبرې وي ګډون نکوي ترڅو چې ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وتلي نه وي.

هغوی ویلي ټول کارونه په مشوره سره کوي او ټینګار یې کړی چې باید د دوحې  هوکړې ټول موارد باید عملي سي او که چیري عملی نه سي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وزي نو دوی به يې په وړاندې بیرته وسلواله مبارزه پیل کړي.

د لته د جګړې بیرته د پیل موارد رامنځ ته سوي که طالبان دترکيې غونډه کې ګډون ونکړي نو دا غونډه به له چا سره هوکړې ته ورسیږي د مي میاشتي ته د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي او له دې وروسته طالبان ښايي چې جګړې سختې کړي ځکه ویلي يې دي چې پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.

اوس پوښتنه داده که چیري پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه پيل کیږي نو دوی دوه انتخابه لري یا به جنګیږي او د خپلو تجهیزاتو او سرتیرو شمېر به زیاتوي او یابه هم پښې سپکوي چې په دواړو انتخابونو کې د افغانستان تاوان دی ځکه جګړه به نه دریږي خو د ترکیې کنفرانس وروسته دا هرڅه په ډاګه کیږی او د افغانستان په هکله ټول لوري مالومیږي چې څوک کومې پایلي ته رسیدلای سي.

افغانانو ته تر ټولومړی جګړه ختمول او بیا له هغه وروسته پر راتلوونکي نظام بحث کول مهم دي خو داچې بیرته جګړه پیل سي نو دا د افغانانو لپاره بل خطر وي

Comments are closed.