The news is by your side.

د بایډن د سرتیرو ایستلو پریکړې ته عجبه غبرګونونه

خبریال ویب پاڼه/ امریکا کې د سرتیرو د وتلو له اعلان وروسته یو شمېر امریکايي سرتیر ویلي چې بایډن دي د سرتیرو له ژر وتلو ډ ډده وکړي ځکه چې په داسې مسایلو کې دقت کول په کار دي.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېتې یوه غړي مارکو روبیو د بایډن د حکومت پر وروستي اقدام باندې د اندېښنې په ښودلو ویلي د بایډن اداره دي د دې پریکړي په هکله یو ځل فکر وکړي.

د مارکو په باور همدا چې بهرني سرتیري له افغانستان څخه بهر قدم کښېږدي نو افغانستان به یوځل بیا د خونړیو جګړو پ ډګر بدل سي ځکه ویلي يې دي چې افغان حکومت د دې جګړې د مدیریت توان نلري.

د نوموړي له انده چې بې وخته او ژر د ټولو امریکايي سرتیرو ایستل او د ټرمپ پر لاره تلل به موږ او نړۍ ته خطرناکې پایلې ولري.

د دې امریکايي سناتور له انده د ځواکونو د وتلو په هکله یو ځل بیا باید له دقت څخه کار واخیستل سي ترڅو بیا وروسته پیښمناني رامنځ ته نسي.

په ورته وخت کې د دې سناتورانو ترڅنګ بریتانیا هم د امریکايي سرتیرو وتلو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی هم خپل سرتیري تر راتلوونکي سپټمبر میاشتي پوري باسي

 

ټایمز ورځپاڼې, د امریکایي ځواکونو د وتلو د پلان په تعقیب, بریتانیا به هم د روان ۲۰۲۱م کال سپټمبر په میاشتې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د ټایمز په وینا ، په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۷۵۰ بریتانیايي سرتیري شتون لري چې د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه پرته د افغان سرتیرو د روزنې چارې پر مخ وړي.

په ورته وخت کې بیا طالبانو ویلي چې په هیڅ یوه داسې کنفرانس چې د افغانستان په هکله پریکړه کوي تر هغو پوري چې افغانستان کې بهرني سرتیري شتون ولري ګډون نکوي.

د روانې میاشتي په ۲۴ نېټه تمه ده د ترکیې استانبول ښار کې د افغان سولې په هکله لس ورځنی کنفرانس پیل سي چې پر بیلابیلو مواردو د بحثونو او اجنډاوو درلودونکی به وي طالبانو ویلي چې په اوس لپاره په دې کنفرانس کې ګډون نسي کولی خو اندېښنې بیا د جګړې زیاتولو په هکله ډيري دي او داسې فکر کیږي که چیري دواړه لوري کومي هوکړي ته ونه رسیږي نو سختې جګړې به رامنځ ته سي

Comments are closed.